اسلام په پښتو ژبه ویبپاڼی ته ښه راغلاست

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ګرانو وروڼو او خویندو! ددی ویبپاڼی له لاری تاسی کولای شی چی د اسلام د سپیڅلی دین په باره کښی معلومات ترلاسه کړی

په دی ویبپاڼه کښی د الله جل جلا له اوامر د محمد رسول الله صلی الله علیه وآله و اصحابه وسلم خواږه احادیث د انبیاء علیهم السلام خوږي ویناوی او همدارنګه د ځنی علماو رحمهم الله علیه غوره نصیحتونه تر لاسه کړی

ستاسی د کامیابی په هیله

اداره


Search in the Quran
Search:
Download | Free Code
www.SearchTruth.com
Search in the Hadith
Search:
in
Download | Free Code
www.SearchTruth.com
Prayer Times For 6 Million Cities Worldwide
Country:

Poll

زموږ د ویبپاڼی په اړه ستاسو نظر څه دی؟

ډیره ښه
33%
258

متوسط
63%
493

ښه نه ده
3%
26

Total votes: 777


ورځنی احادیث

د مصیب له امله د مرګ غوښتنه

17/02/2013 06:15
له حضرت انس رضی الله عنه څخه روایت دی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی: د مصیبت له امله هیڅکله د مرګ غوښتنه مه کوی که چیری یی غواړی نو داسی ووایی ای ربه که زما په ژوند کی خیر وی نو ژوند را په برخه کړه او که په مرګ کی می خیر وی نو وفات می کړه (رواه البخاری)

—————

کامل مومن نه دی

16/02/2013 08:04
 رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: لاَ يُؤْمِنُ أَحَدُكُمْ حَتَّى يُحِبَّ لأَخِيهِ مَا يُحِبُّ لِنَفْسِهِ. رواه البخاري و مسلم ژباړه: په تاسو کي هیڅوک تر هغه وخت (کامل) مؤمن نه سي کېدلای تر څو د خپل ورور لپاره هغه څه خوښ نه کړي کوم څه چی دی د ځان لپاره خوښوي

—————

د بدن د هر اندام صدقه کول

16/02/2013 01:19
حضرت ابوذر رضی الله عنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوی چی نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: هر سهار ستاسی په هر اندام باندی صدقه لازمه ده. هر ځل سبحان الله ویل صدقه ده هر ځل الحمد الله ویل صدقه ده هر ځل لا اله الا الله ویل صدقه ده هر ځل الله اکبر ویل صدقه ده په نیکی باندی...

—————

دوه خاص نعمتونه

12/02/2013 06:56
له ابن عباس رضی الله عنه څخه روایت دی هغه وایی نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: دوه داسی نعمتونه دی چی زیات شمیر کسان پکی زیانکاران دی چی یو یی روغتیا او بل یی فراغت دی (صحیح البخاری)

—————

د نبی کریم صلی الله علیه وسلم سره مینه

10/02/2013 08:01
له حضرت انس رضی الله عنه څخه روایت دی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی: یو له تاسی څخه مومن نشی کیدلای تر څو چی زه ورته د پلار، زوی او ټولو خلګو څخه محبوب نه اوسم. (بخاری)

—————

تقوا

09/02/2013 06:57
نبی کریم صلی الله علیه وسلم و ابوذر غفاری رضی الله عنه ته وفرمایل چی ته نه یی بهتره پر سور رنګ والا انسان باندی او نه پر تور رنګ والا انسان باندی مګر ته په تقوا سره پر بل انسان باندی بهتری پیداکولای شی (مشکوة)

—————

اوریدل سوی خبره بیله تحقیقه بل چاته ویل

08/02/2013 02:32
 رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: كَفَى بِالْمَرْءِ كَذِبًا أَنْ يُحَدِّثَ بِكُلِّ مَا سَمِعَ. رواه مسلم ژباړه: د انسان د درواغجن کېدلو لپاره دومره کافي ده چي کومه خبره يې واورېدل ( نو بېله تحقیقه يې خلګو ته) بیانول شروع کړي

—————


شرعی جوابونه

که هر څه په تقدیر کی لیکلی دی نو زموږ کوښښونه او هلی ځلی څه لپاره؟

15/05/2013 04:21
سوال زما سوال د تقدیر باره کی دی. مثال یو څوک غواړي چی اینده کی یو مقام ته ځان ورسوي دا هر قسم کوشش کوي د هغه مقام د رسیدلو دپاره که چیرته د هغه تقدیر کی نه وي نو ددی کوششونه او هڅی ناکامی دی؟ یعنی مونږ د خپل راتلونکی سرنوشت ټاکلو کی حق نه لرو؟ او که نه تقدیر زموږ په لاس کی دی، د تقدیر جوړونکي مونږ...

—————

په خپل لاس سره ځان انزالول

23/02/2013 07:04
سوال: محترم مولوي صاحب اسلام عليكم ورخمة الله وبرکاته مولوی صاحب یو پوښتنه لرم هغه داسی چی که یو څوک ددی ویری څخه چی په فحش او فحشا او زنا اخته نسی خپله خپل ځان انزال کړی آیا په دی کی کومه ګناه سته رالیږونکی: نور احمد ځواب: بسم الله الرحمن الرحيم الاستمناء : د استمنی له مصدر څخه دی چې په لغت کې د...

—————

د خوب ډولونه او د خوب آداب

26/11/2012 07:57
سوال: د اسلامي خپرونو محترم مولوي صاحب ته  اسلام علیکم.................و محترما: د رسول الله (صلی الله علیه وسلم )روضه په خوب لیدل او باز په خوب  لیدل څه تعبیر لري که دي ځواب راکړ ډیره مهربانی به مو وی په درناوي رالیږونکی: نقیب خان ځواب: بسم الله الرحمن الرحيم یوازی دومره...

—————


بیلابیل مضامین

د نوروز لمانځل

19/03/2013 10:39
د اسلام د مقدس دين په راتګ سره د جاهليت د دور ټول خرافات او جاهل رسمونه مردود اعلان شول د جاهليت په زمانه کې چې کوم اخترونه مروج وو هغه هم باطل اعلان شول او پر ځای دوه اخترونه د فطر اختر او د قربانۍ اختر مينځته راغلل . ‹‹ جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم چې کله مدينې ته هجرت وکړ د مدينې په خلکو کې...

—————

ښه اخلاق د کومو صفاتو او عاداتو مجموعه ده ؟

24/02/2013 02:45
ښه اخلاق د کومو صفاتو او عاداتو مجموعه ده ؟ ښه اخلاق د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم  صفت دی او د صدقينو غوره عمل بلل کيږي ، او ښه اخلاق د دين ثمره او مجاهده بلل کيږي . رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي :إِنَّمَا بُعِثتُ لِأُتَمِّمَ مَكَارِمَ الأَخلَاقِ ( رواه البخاري في الأدب...

—————

د خاوند پر ښځی او د ښځي پر خاوند څه حقوق دي ؟

24/02/2013 02:41
اول د ښځې حقوق : د ښځې په ميړه باندې مالي حقوق دي لکه مهر ، نفقه ، استوګنځئ او غير مالي حقوق لکه عدل ، ښه سلوک او ضرر نه رسول او داسې نور ……… اول : مالي حقوق : د ښځې په خاوند باندې مالي حقوق دي لکه مهر ، نفقه او د استوګنې ځای . الف ) مهر : مهر هغه مال دی چې خاوند يې د عقد نکاح په وخت خپلې ښځې ته...

—————

د ښځې او خاوند تر مينځ د بد چلنده ژوند د حل لار

17/02/2013 06:32
بسم الله الرحمن الرحيم اول د مهربانۍ ، تېرېدنې او ښه سلوک سپارښتنه : لومړي دا چې د ښځې او ميړه تر مينځ حتماً څه اختلافات راځي داسې کور نشته چې په هغه کې به څه اختلافات را نشي ،نو دواړه لورې به د حوصلې او تېريدو څخه کار اخلي او الله جل جلا له  ته به رجوع کوي ځکه شيطان هر وخت غواړي چې د ښځې او...

—————

د مزدور د حق خوړلو او ځورولو څخه لاس واخلی

14/01/2013 09:01
په اوسني عصر کې په اکثره اسلامي ټولنو کې د مزدور حق خوړل کيږي او يا هغه پخپل حق ځورول کيږي چې لاندې څو صورتونه لري : اول صورت : په کامله توګه د مزور د حق خوړل چې هغې ته ډول ډول بهانې جوړوي او بلاخره يې په پوره توګه حق خوري ، مزدور چې مظلوم وي له خپل حق څخه د دفاع وس نه لري او عادل حکومت نه وي چې د...

—————


خبرونه

تر ۶۰۰ زیات چینایان د اسلام په سپیڅلی دین مشرف شول

18/10/2012 09:16
د 600 څخه زيات چينايي کارګر چې د ريل په پروژه کې کوم چې د مدينې او مکې ښارونه سره وصلوي د 24 ساعتونو په جريان کې د اسلام په مقدس دين مشرف شول . دا د ريل پروژه چې د مکې او مدينې ښارونه سره وصلوي د يوه چينايي شرکت او عربستان هيواد تر مينځ يې تړول شوی دی چې کار يې جريان لري ، د دغه پروژې د...

—————

د عید فطر یا کوچنی اختر لومړی ورځ

18/08/2012 10:46
مفکورة الاسلام: نن شنبه د رمضان مبارکی آخری ورځ او سبا د یکشنبی ورځ د عید فطر (کوچنی اختر) لومړی ورځ ده. آن لاین اسلامی لارښود

—————

په نبوی مسجد کی د ښاغلی مایک تایسون د یو نیم ساعت څخه زیاته ژړا

11/07/2012 01:17
د نړۍ پخوانی قهرمان مایک تایسون د عمری د مراسمو د ادا کولو لپاره سعودی عربستان ته ولاړ د اخبار جهان اسلام د بریښنا پاڼی له مخی “مايك تايسون” د مسلمان کیدلو څخه وروسته د عمری او د نبوی مسجد شریف د زیارت په خاطر د لومړی ځل لپاره سعودی عربستان ته ولاړ.  ښاغلی تایسون...

—————

په فرانسه کښي د ۱۳ کلیساوو د خرڅولو خبر ورکړل شوی دی

18/06/2012 10:57
د فرانسی سايټ په نوم د “پاتریس پیس” د ۱۳ کليساوو د فروش خبر ورکوي . د کليسا څخه د خلکو د نه استقبال او هغه د خلکو د نه ورتګ ، او د کليسا د واکدارانو د سوء استفاده او د کليسا د واکدارانو آبرو رزې اصلی عامل بلل کيږي . ددې کليساوو څخه ۴ کلساوی څه موده وړاندې په فروش ورسيدې چې د لرګيو خرڅولو په...

—————

د اروپا د اتريش په هيواد کې اسلام د چټک پرمختګ په حال کې دی

20/04/2012 16:27
د اروپا د اتريش په هيواد کې اسلام د چټک پرمختګ په حال کې دی له اتریش څخه رسمي شمیرې ښیي چې له تیرو دووکلونو څخه را په دې خوا تر اوسه پورې شاوخوا ۵۰۰ زره اتریشي مسیحیانو په اسلام مشرف شوي دي او دا مسئله همداسې پر مخ راوانه ده. د اخبار جهان اسلام  د راپور له مخې،یوې اتریشۍ اوسیدونکې (امینې...

—————


Tags

The list of tags is empty.