د اروپا د اتريش په هيواد کې اسلام د چټک پرمختګ په حال کې دی

20/04/2012 16:27

د اروپا د اتريش په هيواد کې اسلام د چټک پرمختګ په حال کې دی

له اتریش څخه رسمي شمیرې ښیي چې له تیرو دووکلونو څخه را په دې خوا تر اوسه پورې شاوخوا ۵۰۰ زره اتریشي مسیحیانو په اسلام مشرف شوي دي او دا مسئله همداسې پر مخ راوانه ده.

د اخبار جهان اسلام  د راپور له مخې،یوې اتریشۍ اوسیدونکې (امینې باګجاتي) چې په اسلام یې ایمان راوړی،وویل:خلک د یو معنوي څیز سره د مینې لرونکي دي او داسې احساسوي چې په خپل ژوند کې له کومې تشې سره مخامخ دي، دا تشه چې په هغې کې هیڅ اړخ شتون نه لري، د آخرت په اړه هیڅ لوری وجود نه لري یا له دې پوښتنې سره مخ دي چې زه چیرته یم یا ولې دلته یم؟

د اتریش د هیواد ډیر اوسیدونکي کاتولیک مسیحیان دي او ددې هیواد له (۸) میلیونوڅخه زیات وګړي په مسیحیت کې ژورې تاریخي رېښې لري.

ډیر مسیحیان وایي چې لاره ترې ورکه شوې او په مسحیت باندې یې خپل ایمان له لاسه ورکړی دی او همدا راز په کاتولیکو کلیساوو کې چیرته چې کولای شي ارام پیدا کړي، وروستیو جنسي رسواییو،اسلام ته دهغوی د مذهب په بدلون کې ستر رول درلود.

ددې راپور پر بنسټ، د غرب فرهنګ تل د اروپا نامسلمانو وګړو ته د اسلام د دین ناخوښه څیره د زیاتي او بنسټ پالنې له لرلید سره،وړاندې کړي ده.

باګاجاتي په دې باور ده چې اوس تر ټولو ښه وخت دی چې اسلام خپل سوله ییز ماهیت په داسې حال کې وښیي چې د ملګرو ملتونو سازمان د ځینو مذهبي ډلو پرضد د مذهبي تبعیض اوتاوتریخوالي د زیاتوالي په هکله اندېښنه ښودلې ده.

شمېرنې ښیي چې نیږدې (۵۰۰) زره اتریشي مسیحیانو، نیږدې دوه کاله مخکې راهیسې په اسلام ایمان راوړی او دا مسئله همداسې پرمخ روانه ده.

—————

Back