Article archive

د اکا درجه

07/02/2013 06:03
نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:...عَمَّ الرَّجُلِ صِنْوُ أَبِيهِ. رواه مسلم ژباړه: د سړي اکا د هغه د پلار په شان دی

—————

د مسلمان عیب پټول

06/02/2013 08:08
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: وَمَنْ سَتَرَ مُسْلِمًا سَتَرَهُ اللَّهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ. رواه البخاري و مسلم ژباړه: څوک چی د مسلمان (عیب) پټ کړی الله به د قیامت په ورځ دده (عیب) پټ کړي

—————

دنیا د مؤمن او کافر لپاره

30/01/2013 21:37
الدُّنْيَا سِجْنُ الْمُؤْمِنِ وَجَنَّةُ الْكَافِرِ. رواه مسلم ژباړه: دنیا د مسلمان لپاره بنديخانه ده او د کافر لپاره جنت ده

—————

د مزدور د حق خوړلو او ځورولو څخه لاس واخلی

14/01/2013 09:01
په اوسني عصر کې په اکثره اسلامي ټولنو کې د مزدور حق خوړل کيږي او يا هغه پخپل حق ځورول کيږي چې لاندې څو صورتونه لري : اول صورت : په کامله توګه د مزور د حق خوړل چې هغې ته ډول ډول بهانې جوړوي او بلاخره يې په پوره توګه حق خوري ، مزدور چې مظلوم وي له خپل حق څخه د دفاع وس نه لري او عادل حکومت نه وي چې د...

—————

خلګ په استراحت کول

08/12/2012 07:31
نبي کریم صلی الله  علیه وسلم فرمايي: ما یو نفر ولیدی چي په جنت کي ګرځیدی ځکه چي ده یو داسي درخته د لاري څخه ایسته کړې وه چي خلګو ته يې تکلیف ورکاوه. رواه مسلم

—————

د خوب ډولونه او د خوب آداب

26/11/2012 07:57
سوال: د اسلامي خپرونو محترم مولوي صاحب ته  اسلام علیکم.................و محترما: د رسول الله (صلی الله علیه وسلم )روضه په خوب لیدل او باز په خوب  لیدل څه تعبیر لري که دي ځواب راکړ ډیره مهربانی به مو وی په درناوي رالیږونکی: نقیب خان ځواب: بسم الله الرحمن الرحيم یوازی دومره...

—————

د عاشورا د ورځی روژه

23/11/2012 09:19
صَومُ يومِ عَاشُوراء يُكَفِّرُ السَّنَهَ التي قَبْلَهُ  ژباړه: نبی علیه الصلوة وسلم فرمایی د عاشورا د ورځې روژه نيول د يو کال د ګناهونو کفاره ګرځي(مسلم شریف د یهودو سره د مخالفت لپاره باید د عاشورا نهمه او یا هم د عاشورا یوولسمه روژه هم ونیول شی

—————

پنځلس مهم احکام

21/11/2012 07:24
اول : د الله تعالی بندګي کول ، لقوله سبحانه وتعالی : وَقَضَى رَبُّكَ أَلاَّ تَعْبُدُواْ إِلاَّ إِيَّاهُ (23 ) . ژباړه : ستا رب حکم کړی دی چې له هغه پرته ( د بل هيچا او هيڅ شی ) عبادت مه کوئ . يعني يوازې د الله بندګې کول ، او شرک څخه ځان ساتل . دوهم : د مور او پلار سره ښه سلوک کول ، لقوله...

—————

صدقه، عاجزی، او عفوه

20/11/2012 02:22
نبي اکرم صلی الله علیه وسلم فرمايي: صدقه مال نه کموي او کوم بنده چي د چا غلطي معاف کړي، الله د هغه عزت ډېروي او څوک چي د الله په خاطر عاجزي کوي الله د هغه مرتبه لوړوي. رواه مسلم

—————

په ودونو کی ناروا دودونه او بدعتونه ۱

19/11/2012 08:01
بسم الله الرحمن الرحيم په ودونو کې ناروا دودونه او بدعتونه : ۱- د ولېمې پر ځای د ناوی د پلار په کور کې خواړه ورکول . ۲- د نا محرمو او بيګانه ښځو په مينځ کې د زوم درول ، ناوی او زوم يو ځای دروي يا هغه پر يوه تخت کښينوي په داسې حال کې چې نا محرمې ښځې هم سره را ټولې وي . ۳- ناوی ته د زوم د...

—————