ورځنی احادیث
07/02/2013 06:03
نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:...عَمَّ الرَّجُلِ صِنْوُ أَبِيهِ. رواه مسلم
ژباړه: د سړي اکا د هغه د پلار په شان دی
—————
06/02/2013 08:08
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: وَمَنْ سَتَرَ مُسْلِمًا سَتَرَهُ اللَّهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ. رواه البخاري و مسلم
ژباړه: څوک چی د مسلمان (عیب) پټ کړی الله به د قیامت په ورځ دده (عیب) پټ کړي
—————
30/01/2013 21:37
الدُّنْيَا سِجْنُ الْمُؤْمِنِ وَجَنَّةُ الْكَافِرِ. رواه مسلم
ژباړه: دنیا د مسلمان لپاره بنديخانه ده او د کافر لپاره جنت ده
—————
08/12/2012 07:31
نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمايي: ما یو نفر ولیدی چي په جنت کي ګرځیدی ځکه چي ده یو داسي درخته د لاري څخه ایسته کړې وه چي خلګو ته يې تکلیف ورکاوه. رواه مسلم
—————
23/11/2012 09:19
صَومُ يومِ عَاشُوراء يُكَفِّرُ السَّنَهَ التي قَبْلَهُ ژباړه: نبی علیه الصلوة وسلم فرمایی د عاشورا د ورځې روژه نيول د يو کال د ګناهونو کفاره ګرځي(مسلم شریف
د یهودو سره د مخالفت لپاره باید د عاشورا نهمه او یا هم د عاشورا یوولسمه روژه هم ونیول شی
—————
20/11/2012 02:22
نبي اکرم صلی الله علیه وسلم فرمايي: صدقه مال نه کموي او کوم بنده چي د چا غلطي معاف کړي، الله د هغه عزت ډېروي او څوک چي د الله په خاطر عاجزي کوي الله د هغه مرتبه لوړوي. رواه مسلم
—————
24/10/2012 09:18
د حضرت ابی قتادة رضی الله عنه څخه روایت دی چی د نبی صلی الله علیه و سلم څخه د عرفات د ورځی د روژی په اړه پوښتنه وشول نبی صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د تیر کال او راتلونکی کال ګناهونه به بخښل کیږی (صحیح مسلم
—————