ورځنی احادیث
17/02/2013 06:15
له حضرت انس رضی الله عنه څخه روایت دی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی: د مصیبت له امله هیڅکله د مرګ غوښتنه مه کوی که چیری یی غواړی نو داسی ووایی ای ربه که زما په ژوند کی خیر وی نو ژوند را په برخه کړه او که په مرګ کی می خیر وی نو وفات می کړه (رواه البخاری)
—————
16/02/2013 08:04
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: لاَ يُؤْمِنُ أَحَدُكُمْ حَتَّى يُحِبَّ لأَخِيهِ مَا يُحِبُّ لِنَفْسِهِ. رواه البخاري و مسلم
ژباړه: په تاسو کي هیڅوک تر هغه وخت (کامل) مؤمن نه سي کېدلای تر څو د خپل ورور لپاره هغه څه خوښ نه کړي کوم څه چی دی د ځان لپاره خوښوي
—————
16/02/2013 01:19
حضرت ابوذر رضی الله عنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوی چی نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: هر سهار ستاسی په هر اندام باندی صدقه لازمه ده. هر ځل سبحان الله ویل صدقه ده هر ځل الحمد الله ویل صدقه ده هر ځل لا اله الا الله ویل صدقه ده هر ځل الله اکبر ویل صدقه ده په نیکی باندی...
—————
12/02/2013 06:56
له ابن عباس رضی الله عنه څخه روایت دی هغه وایی نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: دوه داسی نعمتونه دی چی زیات شمیر کسان پکی زیانکاران دی چی یو یی روغتیا او بل یی فراغت دی (صحیح البخاری)
—————
10/02/2013 08:01
له حضرت انس رضی الله عنه څخه روایت دی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی: یو له تاسی څخه مومن نشی کیدلای تر څو چی زه ورته د پلار، زوی او ټولو خلګو څخه محبوب نه اوسم. (بخاری)
—————
09/02/2013 06:57
نبی کریم صلی الله علیه وسلم و ابوذر غفاری رضی الله عنه ته وفرمایل چی ته نه یی بهتره پر سور رنګ والا انسان باندی او نه پر تور رنګ والا انسان باندی مګر ته په تقوا سره پر بل انسان باندی بهتری پیداکولای شی (مشکوة)
—————
08/02/2013 02:32
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: كَفَى بِالْمَرْءِ كَذِبًا أَنْ يُحَدِّثَ بِكُلِّ مَا سَمِعَ. رواه مسلم
ژباړه: د انسان د درواغجن کېدلو لپاره دومره کافي ده چي کومه خبره يې واورېدل ( نو بېله تحقیقه يې خلګو ته) بیانول شروع کړي
—————