د 600 څخه زيات چينايي کارګر چې د ريل په پروژه کې کوم چې د مدينې او مکې ښارونه سره وصلوي د 24 ساعتونو په جريان کې د اسلام په مقدس دين مشرف شول .
دا د ريل پروژه چې د مکې او مدينې ښارونه سره وصلوي د يوه چينايي شرکت او عربستان هيواد تر مينځ يې تړول شوی دی چې کار يې جريان لري ، د دغه پروژې د کارکونکو څخه 600 کسان مسلمان شول .
د دغه پروژې د انجام د پاره د چين هيواد عربستان ته خپل 5000 کارکوونکی ليږلي دي تر څو د ريل 450 کلومتره پروژه چې مدينه او مکه سره وصلوي تکميل کړي .
په عربستان کې د اقليتونو د دعوت او ارشاد اداره و توانيده دغو کارګرانو ته په چينايي ژبه د اسلام د معرفي او پيږندلو کتابونه توزيع او د اسلام دين ته تشويق کړي ، دغه مهال د 600 څخه زيات کارکونکی د 24 ساعتونو په جريان کې د اسلام په مقدس دين کې شامل شول .
—————