د بی ځایه پوښتنو څخه ځان ساتل

08/08/2012 23:18

عن ابی هریرة رضی الله عنه عن النبی صلی الله علیه وسلم قال دعونی ما ترکتکم انما اهلک من کان قبلکم کثرة سوالهم واختلافهم علی انبیاهم فاذا نهیتکم عن شبی فاجتنبوه واذا امرتکم بامر فاتو منه ما استطعتم  ژباړه: له حضرت ابو هریرة رضی الله عنه څخه روایت دی چی ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اوریدلی دی چی فرمایل یی: له کوم شی څخه چی زه تاسی منع کوم ځان تری وساتی او په کوم شی چی زه تاسی ته امر کوم د خپل وس په اندازه پری عمل وکړی په تحقیق سره ستاسی څخه مخکی خلګ د بی ځایه پوښتنو او له انبیاو سره د مخالفت له امله هلاک شوی وو (بخاری او مسلم

—————

Back