د رښتني مؤمن صفات

26/08/2012 21:40

د رښتني م ؤمن صفات

الله سبحانه وتعالی د صالحو مؤمنانو صفاتو د قرآنکريم په ځنو حصو کې بيان کړی دي لکه د سورة الفرقان په آخره برخه او سورة المؤمنين کې چې ځنې يې په لاندې ډول بيانيږي :

اول : تواضع ،آرام او وقار، قال تعالى: وَعِبَادُ الرَّحْمَنِ الَّذِينَ يَمْشُونَ عَلَى الْأَرْضِ هَوْنًا(الفرقان63) .

ژباړه : او د رحمان خدای رښتېني بندګان هغه دي چې پر ځمکه په ورو ځي .

دوهم : د جاهلانو څخه مخ ګرځول او د هغوی د بدو ځواب نه ورکول قال تعالى: وَإِذَاخَاطَبَهُمُ الْجَاهِلُونَ قَالُوا سَلَامًا ( الفرقان63 ).

ژباړه: او که له جاهلانو سره مخ شي نو ور ته وايي تاسې ته سلام دی .

دريم : د شپې د تهجد لمونځ کول ،قال تعالى:  وَالَّذِينَ يَبِيتُونَ لِرَبِّهِمْ سُجَّدًا وَقِيَامًا ( الفرقان 64).

ژباړه : او هغه کسان چې د خپل رب په وړاندې په سجده او قيام شپې تېروي .

څلورم : رښتنې مؤمنان له الله څخه وېريږي او له عذابه څخه د خلاصون دعاوي کوي ، قال تعالى: وَالَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَا اصْرِفْ عَنَّا عَذَابَ جَهَنَّمَ إِنَّ عَذَابَهَا كَانَ غَرَامًا (65) إِنَّهَا سَاءَتْ مُسْتَقَرًّا وَمُقَامًا  { الفرقان 65}

ژباړه : او هغه کسان چې دعاوي کوي : ای زمونږ ربه ! مونږ د دوزخ له عذابه وساته ، د هغه عذاب خو تل پاتې دی .

پنځم: هغوی په لګښت کې عدل کوونکي وي د خپلو واجبو نفقو په انفاق باندې بخلي نه کوي ( زکات ورکوي او خپل اهل ته په شان نفقه برابروي ) او په لکښت کې اصراف نه کوي ،قال تعالى: وَالَّذِينَ إِذَا أَنْفَقُوا لَمْ يُسْرِفُوا وَلَمْ يَقْتُرُوا وَكَانَ بَيْنَ ذَلِكَ قَوَامًا ( الفرقان67 ).

ژباړه : او هغه کسان چې کله لکښت کوي نو نه بې ځايه لګښت کوي او نه بخيلي بلکې د هغو لګښت د دغو دواړو تر مينځ ولاړ وي .

شپږم : د الله تعالی په عبادت کې اخلاص کوونکي دي ، ريا نه کوي او الله سره هيڅ شی نه شريکوي : وَالَّذِينَ لا يَدْعُونَ مَعَ اللَّهِ إِلَهًا آخَرَ ( الفرقان68 ).

ژباړه : او هغه کسان چې له الله پرته کوم بل معبود نه بولي (د الله سره هيڅ شی نه شريکوي )

اوم: هغوی بغير له شرعي وجې په ناحقه سره د هيچا ويني نه تويوي ،قال تعالى: وَلَا يَقْتُلُونَ  النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلَّا بِالْحَقِّ ( الفرقان 68).

ژباړه : او هغه په ناحقه څوک نه وژني کوم چې الله حرام کړی وي خو په حق سره .

آتم: هغوی د خپل شرمګا حفاظت کوي د زنا اسبابو او زنا ته نه نږدې کيږي، قال تعالى: ولا يزنون.

ژباړه: او زنا نه کوي .

نهم: هغوی د بې ګتې اقوالو او کارونو لرې ګرځي (هغه خبرې او کارونه چې په هغه نه دنيوي ګټه وي او نه هم اخروي ) ، له نا اهله لوچکو لنډغرو لرې ګرځې، او په نا حقه شاهدې نه وايي .

قال تعالى: والذين لا يشهدون الزور وإذا مروا باللغو مروا كراما (الفرقان).

او هغه کسان دي چې د درواغو شاهدې نه وايي او که په کوم عبث او با بيزه شي باندې ورشي نو شريفانه ور څخه تېرېږي .

لسم: هغوی چې کله د الله آيتونه واروي هغوی ته خپله غاړه ږدې ،قال تعالى: وَالَّذِينَ إِذَا ذُكِّرُوا بِآيَاتِ رَبِّهِمْ لَمْ يَخِرُّوا عَلَيْهَا صُمًّا وَعُمْيَانًا ( الفرقان) .

ژباړه : او هغه کسان دي چې کله هغوی ته د خپل رب د آيتونو يادونه کيږي ، هغوی پرې ځان ړوند او کوڼ نه اچوي .

يوولسم: هغوی د خپل ځان په اصلاح اکتفا نه کوي بلکي د خپل اهیال عيال اصلاح هم له خپل رب څخه غواړي، قال تعالى: وَالَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَا هَبْ لَنَا مِنْ أَزْوَاجِنَا وَذُرِّيَّاتِنَا قُرَّةَ أَعْيُنٍ وَاجْعَلْنَا لِلْمُتَّقِينَ إِمَامًا ( الفرقان 74)

ژباړه : او هغه کسان دي دعاوي کوي : ای زمونږ ربه ! مونږ ته له خپلو ميرمنو او اولادونو څخه د سترګو يخيدل راکړه او مونږ د ځان ساتونکو امامان کړه .

همدارنګه د المؤمنين په سورة کې ځنې صفات داسې بيانيږي :

اول : هغه مؤمنان کامياب دي چې په خپلو لمونځونو کې عاجزي کوي ( د لمانځه ارکان په پوره سکون او اطمنان ادا کوي ، په لمانځه کې بې ځايه حرکات نه کوي او تر خپله وسه د زړه حضور ساتي ) ، لقوله تعالی : الَّذِينَ هُمْ فِي صَلاَتِهِمْ خَاشِعُونَ (المؤمين ۲ ) .

ژباړه : هغه کسان چې په خپل لمانځه کې عاجزي کوي .

دوهم : د عبثو او بې ګټې اقوالو او افعالو مخ اړوي ، لقوله تعالی : وَالَّذِينَ هُمْ عَنِ اللَّغْوِ مُعْرِضُونَ (المؤمنين ۳ ) ژباړه : او هغه کسان چې له چټې کارونو ليرې اوسي .

دريم : هغه کسان چې د خپل ګټلې مال ، زېوراتو او ګرهنې زکات ورکوي ، لقوله تعالی :

 وَالَّذِينَ هُمْ لِلزَّكَاةِ فَاعِلُونَ (المؤمنين ۴ ) . ژباړه : او هغه کسان چې د زکات ورکونکی وي .

څلورم : هغه کسان چې د خپل شرمګا حفاظت کوي د زنا ، لواطت ، همجنس بازئ ، استمناء او نا مشروع اړيکو څخه ځان ساتي ، لقوله تعالی

 وَالَّذِينَ هُمْ لِفُرُوجِهِمْ حَافِظُونَ (المؤمنين ۵ ) ژباړه : او هغه کسان چې د خپلو شرمځايونو ساتنونکی وي .

پنځم : هغه کسانو چې د امانت او وعدو خيال ساتي ، په ور سپارل شوې امانت او ورسپارل شوې دنده او مسئوليت کې خيانت نه کوي او همدارنګه په کړيو وعدو وفا کوي ،

  لقوله تعلی : وَالَّذِينَ هُمْ لأَمَانَاتِهِمْ وَعَهْدِهِمْ رَاعُونَ (المؤمنين ۸ )  

شپږم : هغه کسان چې د لمانځه حفاظت کوي ( ټول لمونځونه پر خپل وخت سره له ټولو احکام ادا کوي )

لقوله تعلی : َالَّذِينَ هُمْ عَلَى صَلَوَاتِهِمْ يُحَافِظُونَ  (المؤمنين نهم ) .

اوم : د ښو اعمالو سره سره له خپل رب څخه وېرېږي ، وَالَّذِينَ يُؤْتُونَ مَا آَتَوْا وَقُلُوبُهُمْ وَجِلَةٌ أَنَّهُمْ إِلَى رَبِّهِمْ رَاجِعُونَ (60)

ژباړه: او هغه کسان چې ورکوي هغه چې دوی يې ورکوي حال دا چې زړونه يې له دې کبله لړزيدونکي وي چې خپل رب ته ورتلونکي دي .

تفسير : سره له دې چې دوی زکات او صدقات ادا کوي بيا هم وېره لري چې دا صدقات به څنګه يې چې حق وي هسې ادا شوې وي او که نه ؟ ، آيا هغه به قبول شوي وي او که نه ؟ داسې نه چې الله تعالی ته د ورتګ پر مهال د هغه د نا خوښي او عذاب سبب شي .

حضرت عايشه رضی الله عنها فرمايي چې ما ددې آيت مطلب له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه وپوښتل چې دا کار کوونکي وېريدونکي خلک هغه دی چې شراب څښي يا غلا ګانې کوي ؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل :

(لا يا بنت‌ ابي‌ بكر، يا بنت‌ الصديق‌، و لكنه‌ الذي‌ يصلي ‌ويصوم‌ ويتصدق‌ وهو يخاف‌ الله‌ عزوجل):

ای د صديق لورې ! داسې نه ده بلکي دا هغه خلک دي چې روژې نيسي او لمونځونه کوي او صدقي ورکوي او له دې سره سره له دي وېريږي چې کيدای شي زمونږ دا اعمال د الله تعالی په وړاندې (د څه کوتاهۍ په سبب ) قبول نه وي ، دا ډول خلک په نيکو کارونو کي بېړه او مسابقت کوي (رواه احمد ، ترمذي او ابن ماجه ) .

حسن بصري (رحمه الله )فرمايي : مونږ داسې کسان ليدلې دي چې نيک عملونه به يې کول او دومره به وېرېدل چې تاسو په بد عمل کولو سره هم دومره نه وېرېږئ (قرطبي )

الله تعالی دې په مونږ کې دغه صفات راولي (آمين )

آن لاين اسلامي لارښود

—————

Back


د رښتینی مؤمن صفات