د عرش تر سیوری لاندی

13/09/2012 20:03

قيامت څرنګه ورځ ده؟

هغه ورځ چې ټول پرې ايمان لرو، هغه ورځ چې له احوال څخه يې د انسانانو د خبرولو لپاره، الله عزوجل زرګونه پيغمبران راليږلي دي، قرآن کريم يې په ګڼو عباراتو کې د بېلابېلو صحنو انځورونه وړاندې کړې دي: کله چې آسمان ټوټې ټوټې شي او ځمکه سخته ولړزيږي. هله چې لمر ونغښتل شي، سپوږمۍ  روښنايي له لاسه ورکړي او لمر او سپوږمۍ سره يو ځاي شي. کله چې ستوري تت شي، ځمکه او غرونه له ځايه پورته کړل شي او په يوه ټکان زرې زرې شي. هغه مهال چې سيندونه وخوټيږي او خلک د پتنګانو په څېر خواره واره شي. کله چې عملنامې پرانيستل شي، دوزخ په ځوښ راوستل شي او جنت رالنډ کړاي شي… زړونه به له وېرې لړزيږي او سترګې به ښکته وي. انسان به له خپل مور، پلار، ورور، ميرمنې او اولاد څخه تښتي، دوست به د دوست احوال نه پوښتي، تي وركوونكې ښځه به له خپل ماشومه بې پروا شي او حامله به حمل وغورځوي، ماشومان به يې له سختۍ سپين ږيري شي…. هو! دا قيامت دي. هغه ورځ چې پنځوس زره کاله اوږده ده او رسول الله صلي الله عليه وسلم يې په اړه فرمايي: ژباړه: (ټول انسانان به د محشر په صحرا کې راټوليږي، د الله عزوجل په امر به لمر را لنډ کړاي شي او د ځمکې څخه به يو ميل لرې وي. ځمکه به د ډيرې تودوخې څخه خوټيږي. له بدنونو څخه به خولې داسې روانې وي چې څو متره به په ځمکه کې وړاندې ځي، خلک به د خپلو اعمالو په پرتله په خولو کې ډوب وي، ځينې به تر زنګنونو، ځينې تر ملا او ځينې نور به تر غوږونو په خولو کې پټ وي.) (د بخاري په روايت)

خو د مؤمنانو حالت

رحمن پالونکي له خپلو بندګانو سره مينه لري، ځکه نو د هغو کسانو لپاره چې په دنيا کې يې د هغه عزوجل احکامو ته غاړه ايښې وي، دا اوږده ورځ دومره لنډوي چې د رسول الله صلي الله عليه وسلم په وينا: (په هغه ذات سوګند چې زما روح يې په لاس کې دي، دا ورځ به په مؤمن هومره لنډه تيره شي چې د دنيا د يوه فرض لمانځه له وخته به هم کمه وي.) (ژباړه: د مسند احمد په روايت)

سربېره پر دې، الله عزوجل ځينې کسانو ته په همدې ګرمه ورځ کې د خپل عرش په سيوري کې ځاي ورکوي چې رسول الله صلي الله عليه وسلم يې په اړه فرمايي: (اووه ډلې خلک دي چې الله عزوجل به ورله د قيامت په ورځ په خپل سيوري کې چې له هغې پرته بل سيوري نشته، ځاي ورکوي: ۱- عادل واکمن.۲- هغه ځوان چې د الله په عبادت کې رالوي شوي وي. ۳- هغه کس چې له جومات سره يې زړه تړلي وي، ۴- هغه دوه کسان چې يوازې د الله په خاطر يو له بل سره دوستي کوي، په همدې محبت سره نږدې کيږي او په همدې اساس سره بېليږي.۵- هغه سړي چې د مقام او ښايست خاونده ښځه يې ځان ته راوبلي، خو دي ووايي: (زه له الله څخه ويريږم). ۶-هغه کس چې دومره په پټه صدقه ورکوي چې د ښي لاس په صدقه يې، چپ لاس نه خبريږي. ۷- هغه کس چې په يوازې توب کې الله ياد کړي، او له سترګو يې اوښکې لاړې شي. (د بخاري په روايت)

په دې حديث کې هغو اوو ډلو ته اشاره شوې چې په دنيا کې يې د غوره صفاتو په درلودلو سره، د الله په وړاندې داسې مرتبه ترلاسه کړې چې د د قيامت په ورځ به له ټولو سختيو په امان، د عرش په سيوري کې هوسا ولاړ وي – هلته چې بل هېڅ سيوري نه شته.

     ۱- عادل حاکمان

هغه واکمن چې حکومت يې په الهي شريعت ولاړ وي او د الله د احکامو د عملي کولو په لار کې هېڅ ډول سستي نه کوي. هغوي چې تقوا ، وړتيا او شجاعت لري او د خلکو د خدمت او د عدالت د پلي کولو لپاره صادقانه هڅې کوي. له نيکه مرغه په اسلامي تاريخ کې د داسې حاکمانو نمونې شته، لکه: راشده خلفا، عمر بن عبدالعزيز او نور چې عدالت، زړه سوي،  سرښندنې او خدمتونه يې د تل لپاره بېلګه دي.

دا چې په عدل سره حکومت کول له يوې خوا دروند کار دي او له بله پلوه د ميليونونو وګړو سرنوشت ورپورې تړلي، ځکه نو الله عزوجل ورته داسې لوړ مقام ټاکلي دي.

     ۲- د الله په عبادت کې لوي شوي ځوانان

هغه ځوانان چې د نفس سرکښه غوښتنو ته نه دي تسليم شوي او ژوند يې په ايمان او د الله په عبادت کې تير کړي دي. څرنګه چې ځوان په دې عمر کې د نفسي غرايزو تر فشار لاندې وي او د ګناه انګيزې پکې پياوړې وي، خو دا رنګه مؤمن ځوانان د دې ټولو  ګواښونو په وړاندې دريږي او په دې کچه پيچومو او کږلېچونو کې د الله عزوجل د عبادت او انساني فضايلو خوا ته لار باسي، ځکه نو عجيبه نه ده چې له الله عزوجل سره دې داسې مقام ولري.

لدې څخه مطلب هغه کس نه دي چې يوه يا دوه ورځې عبادت وکړي  او بيا له الله څخه بې پروا شي؛ بلکه د حديث په تعبير: هغه ځوان چې د الله په عبادت کې رالوي شوي وي، يعنې ټوله ځواني يې د الهي برنامې مطابق تېره کړې وي: وقت، استعداد او ځواک يې د الله عزوجل په اطاعت او د خلکو په خدمت کې لګولي وي، ځکه د اسلام له نظره هر کار چې

د الله عزوجل د رضا لپاره د شريعت مطابق ترسره شي، عبادت ګنل کيږي.

۳- هغه کسان چې زړه يې په جومات پورې تړلي وي

هغه مؤمنان چې له جوماتونو او د الله له کورونو سره مينه لري. جومات له الله سره د راز او نياز ځاي او د مسلمانانو د شان، شوکت او يووالي مظهر دي. دغه ريښتيني مؤمنان جومات ته داسې تږي وي لکه ماهي چې اوبو ته تنده لري، تر دې چې که په دوکان، ښوونځي، دفتر يا بل هر ځاي او کار کې مصروف وي، د مؤذن د (حي علي الصلاه) نارې ته يې غوږونه څک وي ترڅو ټول کارونه پريږدي او د زړه په مينه جومات ته مخه کړي. له څو ساعتونو وروسته يو ځل بيا الله عزوجل ته سر په سجده کيږدي او هم د مسلمانانو په ټولي کې په درېدلو سره د اسلامي اخوت او ايمانې ورورولي تمرين او تمثيل وکړي.

۴- د الله په خاطر له يو او بل سره دوستان

هغوي چې د الله عزوجل د خوښۍ  په خاطر ملګري شوي دي. په همدې مينه سره راشه درشه لري او د هغه په خاطر يو له بله بېليږي: له هر ډول مادي او نفساني موخو پاکه او سپڅلې مينه چې يقينا داسې محبت په هغو زړونو کې رامنځ ته کيږي چې له ايمانه مالامال او د کينې، حسد او ځان غوښتنې له آفتونو پاک وي. دا هماغه زړه دي چې د آخرت بريا ورپورې تړلې لکه چې الله عزوجل فرمايي: ژباړه: (هغه ورځ چې مال او اولاد ګټه نه رسوي، مګر هغه چې له سالم زړه سره الله ته راشي.) (شعرا ۸۸-۸۹)

که د مؤمنانو ترمنځ داسې محبت رامنځ ته شي، سربېره پردې چې اسلامي ټولنې ته به د همکارۍ، همغږۍ، يووالي او ځواکمنتيا په څېر سترې لاس ته راوړنې ولري، بلکې د مؤمنانو ټول ژوند به خوندور کړي، ځکه د ژوند ناخوالې خو د ځان غوښتنې، حسد، کينې او کرکې له چټليو رامنځ ته کيږي نو هغه ژوند به څومره خوږ وي چې د پورته څيزونو ځاي پکې ايثار، زغم او مينې نيولي وي. نو کله چې انسانان په دنيا کې د پرښتو په څېر خويونه خپل کړي، لرې نه ده چې د قيامت په ورځ به يې هم الله تعالي په داسې لوړ اکرام ونازوي.

۵- پاک لمني او له الله څخه ويرېدونکي مؤمنين

هغه کسان چې له الله څخه د وېرې او پاک لمنۍ کچه يې دومره لوړه ده چې که کومه ښايسته او معتبره ميرمن يې ځان ته راوبولي نو د پياوړي ايمان په ځواک، په ټينګه ځواب ورکوي چې: (زه له الله څخه ويريږم.) کله چې هغه ته تقوا او د الله وېره دومره ارزښت لري، نو الله ته هم دا رنګه ايمان هومره ارزښتمن دي چې د قيامت له سختيو به يې ورته سپر کړي. په دې کې شک نشته چې د الله عزوجل له وېرې د پاک لمنۍ ساتنه، نه يوازې د نارينه وو لپاره مهمه ده، بلکې ښځې هم که خپل عفت او پاک لمنۍ په سمه توګه وساتي او حياء او حجاب مراعات کړي، نو يقينا چې د الله عزوجل په وړاندې به د لوړ مقام څخه برخمنې شي، چې پدې اړه  مريم رحمها الله ټولو مؤمنو خويندو ته ښه بېلګه ده. الله عزوجل دا رنګه د هغې د عفت او پاک لمنۍ يادونه کوي: (مريم د عمران لور، هغه ښځه چې د عفت څخه يې ښه ساتنه وکړه.) (تحريم- ۱۲)

۶- هغه مؤمنان چې مخلصانه صدقه ورکوي

زړه سواند او سخاوتمند مؤمنان چې الله ورکړي مال، په اخلاص او له هر ډول مادي موخو پرته، بيوزلو ته ورکوي: تر دې چې اخلاص يې هومره پياوړي وي چې د خلکو له سترګو لرې، داسې صدقه کوي چې چپ لاس يې په هغه څه نه خبريږي چې ښي لاس يې ورکړي وي. دا رنګه صدقه که له يوې خوا د دوي ايمان خړوبوي، نفس يې پاکوي کوي او د الله په وړاندې يې مرتبه لوړوي، له بل لوري ته د بې وزلو د تحقير او کم ګڼلو مخه نيسي چې دا پخپله په ټولنه کې د صميميت او محبت د خورېدلو لپاره ښه لاره دي.

۷- هغوي چې په يواځيتوب کې د الله په ياد اوښکې تويوي

هغه عبادت کوونکي چې په خلوت کې د الله سره د زړه خواله کوي: له الله سره د راز او نياز خوږوالي او هغه وېره چې د هغه عزوجل د عظمت او جلال د پيژندنې څخه سرچينه اخلي، د دوي زړونه نرموي او اوښکې يې له سترګو تويوي. کله چې د ايمان حقيقت په زړه کې ځاي ونيسي او د يقين نور يې تياره ګوټونه روښانه کړي، نو مؤمن د الله جل جلاله د خلوت او عبادت سره داسې د زړه له تله جوړيږي چې د ژوند خوږې شيبې يې د الله د مناجات وخت او ستره پانګه يې د اوښکو دغه څاڅکي وي.

      ***

په دې توګه دا مبارک حديث د دې اوو ډلو د حالت په بيانولو سره د مؤمنانو په زړونو کې د شوق اور بلوي ترڅو هر يو ځان په همدې صفاتو ښکلي کړي، لدې نوراني کاروان سره ملګري شي او د دنيا او عقبا نيکمرغي لاس ته راوړي.

دا حديث د الله عزوجل د خوښې وړ او نمونه وي ټولنې انځور وړاندې کوي او په لنډو ټکو او جالبو عباراتو کې د امت د اصلاح پيغام لري.

شک نشته چې که زموږ د ټولنې هر وګړي په دغو اوو ډلو پسې اقتداء وکړي، نو لرې نه ده چې د واقعي اسلامي ماحول خاوندان شو. ځکه هغه ټولنه چې:

حاکمان يې عدالت پلي کړي
ځوان نسل يې د الله جل جلاله په عبادت کې رالوي شي.
وګړي يې له جوماتونو سره مينه ولري.
افراد يې يو له بل سره د الله په خاطر مينه او دوستي وکړي.
نر او ښځې يې د عفت او تقوا په جامو پسوللي وي.
بډايان يې په خلاص لاس، له منت او ريا پرته مال صدقه کړي.
اهل يې د الله مينه ولري او په خلوت کې ورله اوښکې تويې کړي.

نو په ريښتيا چې دا به بېلګه ټولنه وي.

الله دې د دې حديث په عملي کولو کې خپل توفيق زموږ مل کړي.

د اصلاح پيغام لړۍ

—————

Back


د عرش تر سیوری لاندی