د لوی اختر احکام، مسائل او آداب

24/10/2012 08:57

اسلام عليکم ورحمة الله وبرکاة

الحمدلله چې الله تعالی په اسلام کې ژوند را په برخه کړ او پر مونږ يو ځل بيا د قربانۍ ، ايسار ، يکتاپرستي ، مينې او صله رحمۍ اختر را روان دی ، ټول خير په اسلامي ارشاداتو کې دی او ټول شر د اسلامي ارشاداتو په مخالفت کې دی نو ځکه مو دلته د اختر د ورځې ځنې مهم شرعی احکام او آداب ذکر کړی دي :
 د اختر لمونځ :

پر چا چې د جمعې لمونځ فرض وي په هغه باندې د اختر لمونځ واجب دی ، د اختر د لمانځه وخت د لمر ختلو څخه د لمر تر زوال پورې دی .

د اختر د لمانځه طريقه :

د اختر د لمانځه طريقه دا ده چې لومړی نيت کول بيا به امام په اوچت آواز او مقتديان په ورو سره تکبير ووايې لاسونه به غوږونه ته پورته کوي بيا به امام او مقتديان خپل لاسونه دې نامه لاندې وتړي په ورو سره به ثنا (ّسبحانک اللهم ) ووايي د ثنا نه پس به امام په اوچت آواز او مقتديان په ورو سره دری تکبير ووايي داسې چې د هر ځل تکبير ويلو په وخت کې به لاسونه غوږونو ته پورته کوي او بيا يې دې ښکته کوي ، د دريم ځل تکبير وروسته به امام او مقتديان لاسونه په نامه وتړی بيا به اغوذ بالله او بسم الله ويل کيږي بيا به امام په اوچت آواز الحمدالله او قرائت ووايی بيا به رکوع او سجده وکړي دوهم رکعت ته به پورته شي بسم الله ويل کيږی امام به فاتحه او قرآيت په اوچت آواز وايې کله چې سورت ختم شی د رکوع نه مخکې به د لومړي رکعت په څير دری ځله تکبيرونه ووايي بيا به د الله اکبر په ويلو رکوع ته لاړ شي او لمونځ به د نورو لمونځونو په څير ختم کړي ښه به دا وي چې دعا ونه کړي خطبه شروع کړي خو که دعا وکړی هم باک نلری امام به دوې خطبی ووايې او مقتديان به په خاموشی سره هغه اوري .

د اخترونو د لمانځه مسائل :

۱- د اخترونو دلمانځه د پاره آذان او اقامت نشته .

۲- په جُمعه کې خطبه د لمانځه نه مخکی ويل کيږي د اختر په لمانځه کې د لمانځه نه ورسته .

۳- که د جُمعی لمونځ قضا شي نو د ماسپښين لمونځ به کوي خو که د اخترونو لمونځ قضا شي څه نشته که ډیر لمونځ کونکی پاتی وي نو ځانته لمونځ کولای شي .

د اخترونود ورځی سنت او مستحب کارونه :

۱- غسل کول او مسواک وهل .

۲- ښې جامی اغوستل .

۳- خوشبوئی لګول .

۴- په عيدګاه کې لمونځ کول (د اخترونو لمونځ خو په جومات کې کيدای شي خو په عيدګاه کې يې کول سنت دي ‎‎‎‎)

۵- سهار وختی پاڅيدل .

۶- عيدګا ته وختی ځان رسول .

۷- په لوی اختر کې د لمانځه نه وروسته قرباني کول .

۸- عيدګاه ته د تلو مخکې د څه شی نه خوړل او له لمانځه پس د خپلې قربانۍ نه څه خوړل او يا که د قربانۍ غوښه نه وي تياره شوې بل څه خوړل مطلب دا چې د لمانځه وروسته خوړل د نبی کريم صلی الله عليه وسلم عادت مبارک ؤ.

۹- عيدګاه ته له يوی لاری تلل او پر بله لار بيرته راتلل .

۱۰ د تشريق تکبيرونه ويل : د عرفې د ورځې د سهار له لمانځه څخه د ديارلسم د ذوالحجې تر مازديګر پورې يعنی پنځه ورځې د فرض لمانځه نه پس ويل کيږي، همدارنګه دا تکبيرونه د عيدګاه د تګ په وخت کې هم ويل کيږي چې په کوچني اختر کې په ورو سره او په لوی اختر کې په اوچت آواز لوستل کيږي .

دا تکبيرونه به نارينه په اوچت آواز او ښځې په ورو سره وايي ، دا تکبيرونه دا دي :

الله اکبر الله اکبر ، لا اله الا الله ،‎ ‎والله اکبر الله اکبر ، و لله الحمد. (حديث صحيح/ سنن بيهقي رقم 5925)‏‎

۱۱ د اختر په ورځ د مړی غمرازی يا فاتحه خاني کول بدعت دی همدارنګه د اختر ورځ د زيارت د پاره غوره کول بدعت دی

۱۲ د لهو لعبو او منکراتو نه ځان ساتل : لکه موسيقي اوريدل ، فلمونه کتل ، د بيګانه ښځو او نارينه اختلاط ، قمار ، اسراف او داسې نور څخه ځان ساتل .

آخري خبره :

مسلمانه وروره او مسلمانې خورې ! دغه اختر د مينې او صله رحمۍ اختر دی ، د خپلو خپوانو زيارت ، د خپلوي پالل ، د کينې او بغض ترک کول ، په فقيرانو او مسکينانو ، ګونډو او يتيمانو عاطفه او مهرباني او د هغوی سره مرسته او مدد کول او د هغوی زړونو د خوشحالی داخلول له ياده مه باسئ

وصلى الله على نبينا محمد وعلى آله وصحبه أجمعين.

آن لاین اسلامی لارښود

—————

Back


د لوی اختر احکام، مسائل او آداب