د ښځو په اړه د نبی صلی الله علیه وسلم توصیه

17/10/2012 10:07

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: تاسو د ښځو په اړه زما توصيه قبوله کړئ (چي د ښځو سره به ښه سلوک کوئ) ځکه ښځي د پښتۍ څخه پیدا سوی دي او په پښتیو کي تر ټولو زیاته کږه لوړه پښتۍ ده نو که ته دا (کږه پښتۍ) سيده کوې نو ماتوې به يې او که يې پر (همدغه حالت) پرېږدې نو کوږوالی پکښې دی (ښځي په طبعي ډول نیمګړتیاوي لري، که يې ته سمول غواړې نو یا به طلاق ورکوې او که يې په نکاح کي پرېږدې نو دا کمزورۍ به پکښې وي) نو تاسو د ښځو په اړه زما توصيه قبوله کړئ (چي ښه ګذاره به ورسره کوئ). بخاری او مسلم

—————

Back