لیلة القدر یا د قدر شپه

08/08/2012 23:10

د متبرکه باغظمته شپې (ليلة القدر) لنډه يادونه :

دا هغه متبرکه او با غظمته شپه ده چې په قرآن او احاديثو کې ورته ليلة القدر وايي په قرآنکريم کې يو مکمل سورة ددی شپې په فضيلت کې نازل شوی دی په احاديثو کې هم ددی شپې ډیر فضيلت بيان شوی دی .

د ليلة القدر معنی ده ليلة په معنی د شپې او قدر په معنی د اندازې لګولو،عزت اوقدر او مقررولو ده د قدر يا اندازې شپه ځکه ورته وايي چې په ټول کال کې چې څه کيدونکي وي دهغه ټولو پلان په همدې شپه تياريږي ، د بندګانو روزې مقرريږي ،د ژوند او مرګ او دهغه د کارونو په باره کې فيصله کيږي او کوم څوک چې په دې شپه کې د الله تعالی په ذکر او عبادت کې مشعول وي د الله تعالی په دربار کې هغه کس د قدراوعزت څښتن ګرځي او فرښتې دده د پاره دعا کوي .

په قرآنکريم کې راغلی دی چې دا شپه تر زرو مياشتو نه بهتره ده .

قوله تعالی : إِنَّا أَنزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةِ الْقَدْرِ 1 وَمَا أَدْرَاكَ مَا لَيْلَةُ الْقَدْرِ 2 لَيْلَةُ الْقَدْرِ خَيْرٌ مِّنْ أَلْفِ شَهْرٍ 3 تَنَزَّلُ الْمَلاَئِكَةُ وَالرُّوحُ فِيهَا بِإِذْنِ رَبِّهِم مِّن كُلِّ أَمْرٍ 4 سَلاَمٌ هِيَ حَتَّى مَطْلَعِ الْفَجْرِ 5

ژباړه : يقيناً مونږ نازل کړ دغه (قرآن ) په شپه د قدر کې ، او ته څه پوهيږي (ای محمده ! ) چې د قدر شپه څه ده ؟ (د عزت او شرافت له مخې ) ، د قدر شپه غوره له زرو مياشتو څخه (په دې شپه کې نيکي کول تر زرو مياشتو نيکي کولو غوره دي ) ، نازليږي په دغه شپه کې ملائکې او جبرئيل امين په حکم د رب د هغوی د پاره د هر کار (ټاکل او مقررول د راتلونکې کال د پاره ) امان سلامتيا ده (له هر آفته ) ، دغه شپه د صبا راختلو تر وخته پورې ده .

د پورته سورة له بيان څخه څو خبرې معلوميږي :

۱- په دې شپه کې د قرآن نازليدل شروع شوی دي .

۲- دا شپه د زرو مياشتو نه غوره ده .

۳- پدې شپه کې فرښتې د الله تعالی د احکامو سره نازليږي .

۴- دا شپه سراسر سلامتي ،خير او برکت دی .

۵- د صبا ختلو سره سم ددی شپې وخت ختميږي .

په احاديثو کې هم ددی شپې ډير فضيلت ذکر شوی دی :

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضی الله عنه  قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلی الله عليه وسلم : «مَنْ يَقُمْ لَيْلَةَ الْقَدْرِ إِيمَانًا وَاحْتِسَابًا غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ». (بخارى)

له ابو هريره رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : چا چې د ليلة القدر شپه د ثواب په نيت رڼه سبا کړه ( يعنی دا شپه يې په ذکر او عبادت تيره کړه ) ټول مخکيني ګناهونه به ورته عفوه شي .

د ليلة القدر د شپې تعيين :

له احاديثو څخه معلوميږي چې د رمضان المبارک په اخري لسيزې طاقو شپو کې يوه شپه ده . داچې دا شپه واضح نه ده تعيين شوی حکمت دادی چې د رمضان المبارک په دې ټولو ورستی لسيزه کې د ذکر او عبادت زيات اهتمام وشي .

عن عائشة رضي الله عنها: أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال: (تحروا ليلة القدر في الوتر، من العشر الأواخر من رمضان) (بخاري ) .

له عائشة رضي الله عنها نه روايت دی چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايل : ليلة القدر د رمضان په اخري لسو طاقو شپو کې پلټئ .

په طاقو شپو کې بيا زيات احتمال د اوويشتمې شپې دی :

عَنِ ابْنِ عُمَرَ رَضِي اللَّه عَنْهمَا أَنَّ رِجَالاً مِنْ أَصْحَابِ النَّبِيِّ صلی الله علیه وسلم أُرُوا لَيْلَةَ الْقَدْرِ فِي الْمَنَامِ فِي السَّبْعِ الأَوَاخِرِ فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلی الله علیه وسلم: «أَرَى رُؤْيَاكُمْ قَدْ تَوَاطَأَتْ فِي السَّبْعِ الأَوَاخِرِ فَمَنْ كَانَ مُتَحَرِّيهَا فَلْيَتَحَرَّهَا فِي السَّبْعِ الأَوَاخِرِ». (بخارى: 2015)

له ابن عمر رضی الله عنهما روايت کوي چې د نبی کريم صلی الله عليه وسلم څو تنو صحابه کرامو خوب وليد چې ليلة القدر د رمضان په اخري شپو کې اومه شپه ده ( اوويشتمه شپه ) رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : ( وينم چې ستاسې خوبونه د ليلة القدر په باره چې د رمضان په آخري اوم شپه وي يو له بله موافق دي ) پس څوک چې د ليلة القدر د پيدا کولو په تلاش کې وي هغه د آخري لسيزې په اوم ولټوي .

د ليلة القدر ځنې علائم :

په حديث شريف کې چې جابر بن عبدالله رضی الله تعالی عنه روايت کړي د شب قدر ځنې نښاني بيان شوی دي

لکه : د قدر شپه معتدله وي نه به يخه وي او نه ګرمه ، دغه شپه به رڼا او سپينه وي داسې چې ته وايي د پنځلسم سپوږمۍ ځليږي ، په دغه شپه به شيطان د باندې نشي وتلای نو په اسمان کې به د ستورو رڼاوې کوم چې شيطان ورباندې ويشتل کيږي نه معلومږي او بله نښه يې داده چې کله د قدر د شپې په سبا لمر وخيږي له ځانه سره به وړانګی نه لري (انوارالقرآن ۶ جلد ۷۵۱ صفحه ) .

ګرانو! که مو کور ته د کوم پاچا هيئت در روان وي او د تاسې کارونه ګوري د آینده په اړه ستاسې د پاره څه اجرا كول غواړي نو تاسې به څومره تياری ونيسئ ؟

په دغه شپه کې الهي هيئت نازليږي د ستاسې د اعمالو څخه ليدنه کوي او د آينده کال د پاره د مهمو بدلونو فيصلې کوي نو څه نا څه تياری پکار دی .

—————

Back


لیلة القدر یا د قدر شپه