په اسلام کی د قربانی اهمیت

20/10/2012 02:14

د قربانی تاریخ:

د نن نه څو زره کاله مخکي د عربو په ويرانه، ويجاړه او خالي صحرائي ميدان کي سيدنا ابراهيم خليل الله عليه السلام خپل قدرمند زوي د الله تعالي د رضا په خاطر د حلالولو لپاره څلملول، د الله تعالي د خپل پيغمبران امتحان مقصد وو، ابراهيم عليه السلام پدي امتحان کي په پوره پيمانه کامياب شو، د الله تعالي له طرفه ورته پيغام راغي .(( … يَا إِبْرَاهِيمُ (104) قَدْ صَدَّقْتَ الرُّؤْيَا إِنَّا كَذَلِكَ نَجْزِي الْمُحْسِنِينَ (105،)).اي ابراهيمه !تاخپل خوب رشتني کړه ، يقيناً موږ  احسان کونکو ته دا رنګه ته بدله ورکوو.[ سورة الصافات ].

 

د الله تعالي سره د محبت کونکو دا اواز او نعره وي چې :(( إِنَّ صَلاَتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي لِلّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ (162الانعام ))) بيشکه زما لمونځ، زما قرباني، زماژوند او زما مرګ  يواځي د ( هغه ) الله لپاره دى چې د تمامو جهانو پالونکي دى .

 

د پلار او زوي دا يادګار؛ د قرباني په شکل د څو زره کلونه څخه راروان دى او ترقيامته به جاري وي .

 

د قرباني مقصد دا دى :

چې انسان دي د خپل الله په خاطر خپله ډير محبوب شى او متاع هم د الله په لاره کي قربان کړي، کنه نو د حيواناتو غوښي، پوستکي او څرمني خو الله ته نه رسيږي ، اصلي مقصد خو د انسان د زړه خوف او ويره ده، لکه څرنګه چې الله تعالي فرمايلي: :(( لَن يَنَالَ اللَّهَ لُحُومُهَا وَلا دِمَاؤُهَا وَلَكِن يَنَالُهُ التَّقْوَى مِنكُمْ )) الله تعالي ته د قربانۍغوښي او ويني هيڅکله نه رسيږي؛ بلکه هغه ته خو ستاسي تقوي ورسيږي .

 

[د قرباني اهميت ]:

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ قَالَ : مَنْ كَانَ لَهُ سَعَةٌ ، وَلَمْ يُضَحِّ ، فَلاَ يَقْرَبَنَّ مُصَلاَّنَا. د ابوهريره رضي الله عنه نه روايت دى چې هغه ويلي کوم کس چي د وسع او طاقت باوجود قرباني ونکړي، نو هغه دي زموږ عيدګاه ته بالکل نزدي هم نه راځي .( مسند احمد ٢\٣٢١، ترغيب الترهيب ٢\١٠٠،ابن ماجه ٢\١٠٤٤ حديث لمبر( ٣١٣٣) نيل الاوطار٥\١٩٥).

دا روايت مرفوعاً هم روايت شوي ليکن صحيح دا دى چې دا د صحابي رضي الله عنه قول دى.

 

( زه ابوخالد وايم داحديث ډيرو زياتو کتابونو مرفوعا راوړى،شيخ الباني رحمه الله مرفوعاً حسن او په صحيح الجامع کي ورته صحيح ويلي ).

 

[د رسول الله صلي الله عليه وسلم معمول ]:

((عَنْ أَبِى سَعِيدٍ قَالَ كَانَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- يُضَحِّى بِكَبْشٍ أَقْرَنَ فَحِيلٍ يَنْظُرُ فِى سَوَادٍ وَيَأْكُلُ فِى سَوَادٍ وَيَمْشِى فِى سَوَادٍ. )).

 رسول الله صلي الله عليه وسلم به په اختر کي داسي ګډحلالول چې هغه به چاغ، تازه او ښکرور وو چې د هغه به سترګي،غوږونه او پښي تورې وي .[ ترمذي ١\٢٨٣،ابن ماجه ( ٣٢٨) ٢\١٠٤٢، ابوداو (٢٧٩٣).]

 

((عَنِ ابْنِ عُمَرَ قَالَ أَقَامَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- بِالْمَدِينَةِ عَشْرَ سِنِينَ يُضَحِّى. ))

د سيدنا عبد الله بن عمر رضي الله عنهما نه روايت دى چې رسول الله صلي الله عليه وسلم لس کاله په مدينه کي اوسيده، او هر کال به يي قرباني کوله [ترمذي (١٠١٢)٣\١٢٩ احمد ٢\٣٨ .

[ شيخ زبيرعلي زئي وايي ددي په سند کي (( حجاج بن ارطاة )) مدلس دى،  او دا روايت دده د عنعني په وجه ضعيف دى].

 

((عَنْ جَابِرٍ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- لاَ تَذْبَحُوا إِلاَّ مُسِنَّةً إِلاَّ أَنْ يَعْسُرَ عَلَيْكُمْ فَتَذْبَحُوا جَذَعَةً مِنَ الضَّأْنِ .)).

 جابر رضي الله عنه وايي رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي: صرف د دوو غاښو لرونکو څاروي قرباني وکړئ؛که چيرته داسي څاروي پيدانشي، نو بيا جذعه حلال کړئ.[ ابوداود٢٧٩٤، مسلم کتاب الاضاحي، نسائي ٧\٢١٨،ابن ماجه ١\١٠٤٩ حديث لمبر( ٣١٤١) مسنداحمد٣\٣١٢-٣٢٧].

 په عربي ژبه کي ((مُسِنَّةْ )) هغه څاروي ته وايي چې د هغه د پيوغاښونه ولويږي او د هغو په ځاي نور را وخيژي . [مجمع البحار ١٤٨].

د مُسِنَّةْ لفظ د مسن څخه مشتق ( را اخستل ) شوي چې ددي معني غاښ دى، مسنه په هغه معنى نده کومه چي د کال په معنى راځي .

[هغه څاروي چې د هغوي قرباني کول جائز نده ]

 

عَنْ عَلِيٍّ ، قَالَ : أَمَرَنَا رَسُولُ اللهِ صَلَّى الله عَليْهِ وسَلَّمَ أَنْ نَسْتَشْرِفَ الْعَيْنَ ، وَالأُذُنَ وَأَلاَ نُضَحِّىَ بِمُقَابَلَةٍ وَلاَ مُدَابَرَةٍ وَلاَ شَرْقَاءَ وَلاَ خَرْقَاءَ.

د علي رضي الله عنه نه روايت دى چې رسول الله صلي الله عليه وسلم موږ ته حکم کړى چې موږ د څاروي سترګي او غوږونه ښه وګورو، او موږ داسي څاروي حلال نکړو چې د هغه غوږ د پورته ( مخامخ ) يا وروسته نه پري کړى شوى وي، ( د رنګه ) د کوم څاروي غوږ چې په اوږدو باندي څيري شوي وي او يا د هغه چې د هغه په غوږ کي ګرد سُورى شوى وي .

[ ترمذي ١\٢٨٣، ابوداود ( ٢٨٠٤) ، نسائي ٧\٢١٦،دارمي ٢\٧٧، ابن ماجه ( ٣١٤٢- ٣١٤٣) مسنداحمد١\٨٠، ٩٠، ١٠١،١٠٥،١٠٨].

دا روايت تر ( والاذان ) پوري مرفوع دى، وروسته د غوږونو د وضاحت خبره د راوي قول دى.

 

 ((عَنِ الْبَرَاءِ بْنِ عَازِبٍ رَضِىَ اللَّهُ عَنْهُ : أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- سُئِلَ مَاذَا يُتَّقَى مِنَ الضَّحَايَا؟ فَأَشَارَ بِيَدِهِ فَقَالَ : أَرْبَعًا : الْعَرْجَاءُ الْبَيِّنُ ظَلْعُهَا وَالْعَوْرَاءُ الْبَيِّنُ عَوَرُهَا وَالْمَرِيضَةُ الْبَيِّنُ مَرَضُهَا وَالْعَجْفَاءُ الَّتِى لاَ تُنْقِى )).

 د براءبن عازب رضي الله عنه نه روايت دى چې د رسول الله صلي الله عليه وسلم نه تپوس وشو ، چې د کوم څاروي د قرباني نه ځان ساتل پکار دي؟ رسول الله صلي الله عليه وسلم په لاس سره اشاره وکړه وې فرمايل : د څلور قسمه څاروو قرباني کول منع دي .

(١) ګوډ څاروى چې د هغه ګوډوالي ښکاره وي .

(٢) بيمار چې د هغه بيماري واضحه او ښکاره وي  .

(٣) ړوند څاروى چې د هغه ړوند والى ښکاره او ظاهره معلوميږي .

(٤) داسي خوار او ډنګر چې د هغه په هډوکو کي باکل مازغه نوي .

[ موطا٢\٥٨٢، دارمي ٢\٧٢، ترمذي ١\٢٨٣، نسائي ٧\٢١٤، ابن ماجه حديث لمبر( ٣١٤٤) مسنداحمد٤\٢٨٤- ٢٨٩].

 

[د قرباني ځاي ]:

عَنْ ابْنَ عُمَرْ قَالَ كَانَ النبي صلي اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَذْبَحُ وَيَنْحَرُ بِالْمُصَلَّى.

 د ابن عمر رضي الله عنه نه روايت دى چې رسول الله  صلي الله عليه وسلم به په عيدګاه کي څاروي حلالول .[بخاري ].

 

((عَنْ أَنَسٍ قَالَ : قَالَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم : مَنْ ذَبَحَ قَبْلَ الصَّلاَةِ فَلْيُعِدْ )).

وللبخاري : ((  مَنْ ذَبَحَ قَبْلَ الصَّلاَةِ فَإِنَّمَا يَذْبَحُ لِنَفْسِهِ ، وَمَنْ ذَبَحَ بَعْدَ الصَّلاَةِ فَقَدْ تَمَّ نُسُكُهُ وَأَصَابَ سُنَّةَ الْمُسْلِمِينَ. )).

د انس رضي الله  عنه نه روايت دى چې رسول الله صلي الله عليه وسلم ويلي : چاچې د اختر د لمانځه نه مخکي د قرباني څاروي حلال کړ؛ نو هغه دي په دويم ځل قرباني وکړي .

د صحيح بخاري الفاظ داسي دي : چاچې د اختر د لمانځه نه مخکي څاروي حلال کړ نو هغه ئي ځان ته حلاله وي، او چا چې د اختر د لمانځه نه ورسته څاروي حلال کړ؛ نو د ده قرباني پوره شوه او د ده د مسلمانانو په طريقه عمل وکړه .

[څاروي په خپله حلال کړي ]

 

د قرباني څاروي په خپله حلالول پکار دي، د الله رسول صلي الله عليه وسلم به په خپلو لاسونو قرباني حلالوله، يوه قرباني د ټول کور له طرفه بالکل کفايت کوي: ((عَنْ عَطَاءِ بْنِ يَسَارٍ ، قَالَ : سَأَلْتُ أَبَا أَيُّوبَ الأَنْصَارِيَّ : كَيْفَ كَانَتِ الضَّحَايَا فِيكُمْ ، عَلَى عَهْدِ رَسُولِ اللهِ صَلَّى الله عَليْهِ وسَلَّمَ ؟ قَالَ : كَانَ الرَّجُلُ فِي عَهْدِ النَّبِيِّ صَلَّى الله عَليْهِ وسَلَّمَ ، يُضَحِّي بِالشَّاةِ عَنْهُ ، وَعَنْ أَهْلِ بَيْتِهِ ، فَيَأْكُلُونَ وَيُطْعِمُونَ )) عطاء بن يسار وايي ما د ابوايوب انصاري رضي الله عنه نه پوښتنه وکړه چې د رسول الله  صلي الله عليه وسلم په زمانه کي به قرباني څرنګه کيدلي؟ نو هغه وويل : د نبي کريم صلي الله عليه وسلم په زمانه کي به يو کس د خپل ځان او د خپل کور له طرفه ( صرف ) يوه قرباني کوله .[ابن ماجه (٣١٤٧ )٢\١٠٥١ ].

 

[د قرباني د څرمنو مصرف (د لګښت ځايونه ) ]:

((  عَنْ عَلِيٍّ بن ابي طالب، قَالَ : أَمَرَنِي رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَنْ أَقُومَ عَلَى بُدْنِهِ وَأَنْ أَتَصَدَّقَ بِلُحُومِهَا وَجُلُودِهَا وَأَجِلَّتِهَا وَأَنْ لاَ أُعْطِيَ الجَْزَارَ مِنْهَا شَيْئًا، وَقَالَ « نَحْنُ نُعْطِيهِ مِنْ عِنْدِنَا ».)).

د علي ابن طالب رضي الله عنه نه روايت دى چې ماته نبي کريم صلي الله عليه وسلم امر وکړ چې ته به د قربانيوو نګران ( څارونکي ) شي ( او دا حُکم يي هم راته وکړ ) چې د هغو غوښي ، څرمني او څلونه خيرات کړم او ددي  څخه  قصاب ته ( د مزدوي په ډول ) هيڅ ورنکړم .

علي رضي الله عنه واېي موږ  به قصاب ته له خپله ( جيبه ) مزدوري ورکوله .( مسلم،ابوداود، احمد).

 

((  عَنْ اَبي سَعِيدٍ ان قَتَادَةَ بْنَ النُّعْمَانِ أَخْبَرَهُ : أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَامَ فَقَالَ : إِنِّي كُنْتُ أَمَرْتُكُمْ أَنْ لاَ تَأْكُلُوا الأَضَاحِيَّ ، فَوْقَ ثَلاَثَةِ أَيَّامٍ لِتَسَعَكُمْ ، وَإِنِّي أُحِلُّهُ لَكُمْ ، فَكُلُوا مِنْهُ مَا شِئْتُمْ ، وَلاَ تَبِيعُوا لُحُومَ الْهَدْيِ ، وَالأَضَاحِيِّ فَكُلُوا ، وَتَصَدَّقُوا ، وَاسْتَمْتِعُوا بِجُلُودِهَا ، وَلاَ تَبِيعُوهَا ، وَإِنْ أُطْعِمْتُمْ مِنْ لَحْمِهَا ، فَكُلُوا إِنْ شِئْتُمْ. )).

 قتاده بن نعمان رضي الله عنه وايي : چې رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل : بي شکه ما تا سي د دري ورځو نه آخوا د قرباني د غوښو د ساتلو څخه منعه کړي وئ، ( اوس تاسي ددي  غوښه د درى ورځو نه آخوا هم ) خورئ او خيرات ئي هم کړئ، ددي د څرمنوڅخه فائده واخلئ ؛البته خرڅوي ئي مه.

 

دې احاديثو ته په کتو سره د قربانۍ د څرمنو صدقه او خيرات د  طالب العلمانو او مجاهدينو په مرسته کي لګول صحيح دى.[مجلة الدعوة ،جون \١٩٩٣ء]

                                                                                                                                                     ليکوال مفتي الشيخ ابوالحسن مبشراحمدرباني حفظه الله ورعاه.

ژباړه : مفتي ابوخالد لائق احمد غزنوي

قرآن او سنت

—————

Back


په اسلام کی د قربانی اهمیت