په ودونو کی ناروا دودونه او بدعتونه ۱

19/11/2012 08:01

بسم الله الرحمن الرحيم

په ودونو کې ناروا دودونه او بدعتونه :

۱- د ولېمې پر ځای د ناوی د پلار په کور کې خواړه ورکول .

۲- د نا محرمو او بيګانه ښځو په مينځ کې د زوم درول ، ناوی او زوم يو ځای دروي يا هغه پر يوه تخت کښينوي په داسې حال کې چې نا محرمې ښځې هم سره را ټولې وي .

۳- ناوی ته د زوم د کور مشر ور وستل تر څو هغه ته بوټ ور پښو کړې يا د هغه پر سر شال اچول ددې د پاره چې بيا د ناوی تابع شي .

۴- د ناوی موټر ، اوښ يا سورلی ته د چرک يا پسه حلالول .

۵- د واده په دريمه د کور کلی ښځو او خلکو ته د دريمې يا تخت جمعی په نوم ډوډۍ کول .

۶- د نکاح د تړلو پر مهال د پردۍ سړی د ناوی له لخوا د پلار نيول او بيا هغه په درواغو د هغې په لکونو مهر مقرروي چې يوه روپۍ هم ناوی د مهر په توګه نه ورکول کيږي ، او دغه د درواغو پلار پخپله خوښه په داسې حال يو د بل په نوم بخښې چې يوه روپۍ هم په لاس کې نه لري ، دا ټول په اسلامي شريعت پوري ملنډې وهل ، بدعت او د ناوی د حقوقو پيمالول دي .

۷- د بدل نکاح داسې چې يوه ښځه د بلې ښځې بدل ګڼل او د هغوی مهر نه ورکول .

۹- په ودونو کې د ساز او سرود ، رقاصو او ډمو نڅول ، پر هغوی باندې روپۍ شيندل ، او په دې نا روا عمل خرچ کول د اسلامي شريعت خلاف عمل دی .

۱۰- په ودونو کې بې ځايه ډزې کول چې له يوې خوا اسراف او بل پلوه خطر دی .

۱۱- د محرم په مياشت کې واده منحوس او نا روا ګڼل .

۱۲- د واده د پاره د ځنو مياشتو او يا ورځو غوره او نيکمرغه ګڼل او په ځنو وختونو کې بد کڼل .

۱۳- ناوی نغري يا تنور ته بول .

۱۴- په ناوی باندې ميخ ټکوهل ( تر څو هغه په کور ميخ او ثابت قمه وي ) .

۱۵- د ناوی د پاره پخپل پلو پورې ګاڼۍ غوټه کول .

ټول اسرائيلي ، د اسلام نه مخکې د جاهليت زماني بودائي او زردشتي کړنې او بدعات دي چې ټول واجب ترک دي .

(نا روا دودونه او بدعتونه ص ۵۸-۵۹ )

په ودونو کې نور خرافات او بدعتونه به وروسته راشي .

آن لاین اسلامی لارښود

—————

Back


په ودونو کښی ناروا دودونه او بدعتونه ۱