یتیم پالونکی

15/05/2013 09:07

له سهل بن سعد رضی الله عنه څخه روایت دی هغه ویلی دی: چی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی: زه او د یتیم پالونکی به ( چی هغه یی خپل وی او که د بل چا وی) په جنت کی داسی یو او په مسواک او منځنی ګوتو سره یی اشاره وکړه او د دواړو په منځ کی یی لږ شانته پراخی پریښوده (رواه البخاری

یعنی لکه څنګه چی د منځنی ګوتی او د مسواک د ګوتی فرق دی همدارنګه د نبی کریم صلی الله علیه وسلم او د یتیم پالونکی په مرتبه کی به دومره فرق وی
 

—————

Back