ورځنی احادیث

دوه خاص نعمتونه

12/02/2013 06:56
له ابن عباس رضی الله عنه څخه روایت دی هغه وایی نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: دوه داسی نعمتونه دی چی زیات شمیر کسان پکی زیانکاران دی چی یو یی روغتیا او بل یی فراغت دی (صحیح البخاری)

—————

د نبی کریم صلی الله علیه وسلم سره مینه

10/02/2013 08:01
له حضرت انس رضی الله عنه څخه روایت دی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی: یو له تاسی څخه مومن نشی کیدلای تر څو چی زه ورته د پلار، زوی او ټولو خلګو څخه محبوب نه اوسم. (بخاری)

—————

تقوا

09/02/2013 06:57
نبی کریم صلی الله علیه وسلم و ابوذر غفاری رضی الله عنه ته وفرمایل چی ته نه یی بهتره پر سور رنګ والا انسان باندی او نه پر تور رنګ والا انسان باندی مګر ته په تقوا سره پر بل انسان باندی بهتری پیداکولای شی (مشکوة)

—————

اوریدل سوی خبره بیله تحقیقه بل چاته ویل

08/02/2013 02:32
 رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: كَفَى بِالْمَرْءِ كَذِبًا أَنْ يُحَدِّثَ بِكُلِّ مَا سَمِعَ. رواه مسلم ژباړه: د انسان د درواغجن کېدلو لپاره دومره کافي ده چي کومه خبره يې واورېدل ( نو بېله تحقیقه يې خلګو ته) بیانول شروع کړي

—————

د اکا درجه

07/02/2013 06:03
نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:...عَمَّ الرَّجُلِ صِنْوُ أَبِيهِ. رواه مسلم ژباړه: د سړي اکا د هغه د پلار په شان دی

—————

د مسلمان عیب پټول

06/02/2013 08:08
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: وَمَنْ سَتَرَ مُسْلِمًا سَتَرَهُ اللَّهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ. رواه البخاري و مسلم ژباړه: څوک چی د مسلمان (عیب) پټ کړی الله به د قیامت په ورځ دده (عیب) پټ کړي

—————

دنیا د مؤمن او کافر لپاره

30/01/2013 21:37
الدُّنْيَا سِجْنُ الْمُؤْمِنِ وَجَنَّةُ الْكَافِرِ. رواه مسلم ژباړه: دنیا د مسلمان لپاره بنديخانه ده او د کافر لپاره جنت ده

—————

خلګ په استراحت کول

08/12/2012 07:31
نبي کریم صلی الله  علیه وسلم فرمايي: ما یو نفر ولیدی چي په جنت کي ګرځیدی ځکه چي ده یو داسي درخته د لاري څخه ایسته کړې وه چي خلګو ته يې تکلیف ورکاوه. رواه مسلم

—————

د عاشورا د ورځی روژه

23/11/2012 09:19
صَومُ يومِ عَاشُوراء يُكَفِّرُ السَّنَهَ التي قَبْلَهُ  ژباړه: نبی علیه الصلوة وسلم فرمایی د عاشورا د ورځې روژه نيول د يو کال د ګناهونو کفاره ګرځي(مسلم شریف د یهودو سره د مخالفت لپاره باید د عاشورا نهمه او یا هم د عاشورا یوولسمه روژه هم ونیول شی

—————

صدقه، عاجزی، او عفوه

20/11/2012 02:22
نبي اکرم صلی الله علیه وسلم فرمايي: صدقه مال نه کموي او کوم بنده چي د چا غلطي معاف کړي، الله د هغه عزت ډېروي او څوک چي د الله په خاطر عاجزي کوي الله د هغه مرتبه لوړوي. رواه مسلم

—————


ورځنی احادیث