ورځنی احادیث

د بدو کارونو څخه منع کول

20/05/2013 23:32
له حضرت ابو سعید رضی الله عنه څخه روایت دی: چی ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اوریدلی دی چی فرمایلی یی: چا چی له تاسو څخه یو منکر کار ولید نو هغه دی په خپل لاس منع کړی که چیری یی ونشو کولای نو په ژبه دی منع کړی او که چیری دا یی هم نه نشو کولای نو په زړه کی دی ورسره کرکه وکړی او دا تر ټولو...

—————

یتیم پالونکی

15/05/2013 09:07
له سهل بن سعد رضی الله عنه څخه روایت دی هغه ویلی دی: چی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی: زه او د یتیم پالونکی به ( چی هغه یی خپل وی او که د بل چا وی) په جنت کی داسی یو او په مسواک او منځنی ګوتو سره یی اشاره وکړه او د دواړو په منځ کی یی لږ شانته پراخی پریښوده (رواه البخاری یعنی لکه څنګه چی د...

—————

د الله جل جلا له د دوستانو سره دښمنی

17/04/2013 21:33
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: إِنَّ اللَّهَ تعالی قَالَ مَنْ عَادَى لِي وَلِيًّا فَقَدْ آذَنْتُهُ بِالْحَرْبِ. رواه البخاري ژباړه: د الله تعالی فرمان دی چي کوم شخص زما د دوست سره دښمني وکړي زه ده ته د جنګ اعلان کوم.

—————

د کسب غوره والی

27/03/2013 20:09
حضرت ابو هریرة رضی الله عنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوی چی هغه وفرمایل: که چیری یو له تاسو څخه په خپله شا باندی د خسو او خاشاکو ګیډی راوړی دا ورته لدی غوره ده چی د چا څخه سوال وکړی ځکه چی هغه به یا څه ورکړی او یا به یی ورنکړی (رواه البخاری  

—————

الله جل جلا له ته مبغوض کس

09/03/2013 13:44
نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: أَبْغَضُ الرِّجَالِ إِلَى اللهِ الأَلَدُّ الْخَصِمُ. رواه البخاري و مسلم ژباړه: الله (جل جلاله) ته ډېر مبغوض جنګ (او جنجال) کونکی سړی دی

—————

الله جل جلا له ته خوښ ځایونه

07/03/2013 12:55
سردار عالم صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: أَحَبُّ الْبِلاَدِ إِلَى اللَّهِ مَسَاجِدُهَا. رواه مسلم ژباړه: الله ته تر ټولو محبوب ترین ځایونه مسجدونه دي  

—————

په لمانځه کښی د صفونو برابروالی

05/03/2013 23:41
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: لَتُسَوُّنَّ صُفُوفَكُمْ أَوْ لَيُخَالِفَنَّ اللَّهُ بَيْنَ وُجُوهِكُمْ. رواه مسلم ژباړه: (په لمانځه کي) خپل صفونه سیده کړئ که نه الله به ستاسو په زړونو کي اختلاف واچوي.

—————

د مصیب له امله د مرګ غوښتنه

17/02/2013 06:15
له حضرت انس رضی الله عنه څخه روایت دی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی: د مصیبت له امله هیڅکله د مرګ غوښتنه مه کوی که چیری یی غواړی نو داسی ووایی ای ربه که زما په ژوند کی خیر وی نو ژوند را په برخه کړه او که په مرګ کی می خیر وی نو وفات می کړه (رواه البخاری)

—————

کامل مومن نه دی

16/02/2013 08:04
 رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: لاَ يُؤْمِنُ أَحَدُكُمْ حَتَّى يُحِبَّ لأَخِيهِ مَا يُحِبُّ لِنَفْسِهِ. رواه البخاري و مسلم ژباړه: په تاسو کي هیڅوک تر هغه وخت (کامل) مؤمن نه سي کېدلای تر څو د خپل ورور لپاره هغه څه خوښ نه کړي کوم څه چی دی د ځان لپاره خوښوي

—————

د بدن د هر اندام صدقه کول

16/02/2013 01:19
حضرت ابوذر رضی الله عنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوی چی نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: هر سهار ستاسی په هر اندام باندی صدقه لازمه ده. هر ځل سبحان الله ویل صدقه ده هر ځل الحمد الله ویل صدقه ده هر ځل لا اله الا الله ویل صدقه ده هر ځل الله اکبر ویل صدقه ده په نیکی باندی...

—————


ورځنی احادیث