د عملونو قبلیدل په نیت پوری اړه لری

25/05/2012 09:24

عن عمر بن الخطاب رضي الله عنه ان رسول الله صلى الله عليه وسلم قال: (إنما الأعمال بالنيات، وإنما لكل امرىء ما نوى، فمن كانت هجرته إلى دنيا يصيبها، أو إلى امرأة ينكحها، فهجرته إلى ما هاجر إليه). (رواه البخاری)

له حضرت عمر بن خطاب رضی الله عنه څخه روایت دی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی د عملونو قبلیدل او ثواب په نیت پوری اړه لری او د هر سړی لپاره هغه څه دی کوم چی ده یی نیت کړی وی څوک چی د الله جل جلا له او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم لپاره هجرت وکړی دده هجرت د الله جل جلا له او د هغه د رسول لپاره مقبول دی او څوک چی د دنیا د لاسته راوړنی لپاره هجرت وکړی او یا د کومی ښځی سره د نکاح کولو لپاره هجرت وکړی نو دده هجرت د هغه څه لپاره دی چی ده ورته هجرت کړی وی (رواه البخاری)

 

 

—————

Back