په خپل لاس سره ځان انزالول

23/02/2013 07:04

سوال:

محترم مولوي صاحب اسلام عليكم ورخمة الله وبرکاته
مولوی صاحب یو پوښتنه لرم هغه داسی چی که یو څوک ددی ویری څخه چی په فحش او فحشا او زنا اخته نسی خپله خپل ځان انزال کړی آیا په دی کی کومه ګناه سته

رالیږونکی: نور احمد

ځواب:

بسم الله الرحمن الرحيم

الاستمناء : د استمنی له مصدر څخه دی چې په لغت کې د منيو ايستلو ته وايي او په اصطلاح کې بغير د جماع څخه د شهوت د پاره د مني اخراج هغه که د لاس په ذريعه ، نظر او فکر سره وي يا کومه بله طريقه .

د استمناء حکم : استماء يا خپله انزال د جهورو علماوو له نظره حرام دی ځکه الله تعالی د مؤمنانو د صفاتو په بيان کې فرمايي :

« وَالَّذِينَ هُمْ لِفُرُوجِهِمْ حَافِظُونَ (٥)إِلا عَلَى أَزْوَاجِهِمْ أوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُمْ فَإِنَّهُمْ غَيْرُ مَلُومِينَ (٦)فَمَنِ ابْتَغَى وَرَاءَ ذَلِكَ فَأُولَئِكَ هُمُ الْعَادُونَ (٧)»[مؤمنون:7-5]

(په باورې ډول هغو مؤمنانو بری ميندلی دی ) کوم چې د خپل شرم ځايونو ساتنه کوي ،پرته له خپلو ښځو او مينځو چې په هغه باره کې پر دوی ملامتيا نشته ، لکن څوک چې له دې څخه پرته بله لاره اختياروي ، نو دا راز خلک زياتي کونکي شميرل کيږي .

په پورته آيت شريف کې دا بيان وشو چې څوک علاوه له شرعي ښځې او وينځې پر بله کومه لاره جنسي غريزه ارضا کړي له حد نه تيريدونکی بلل کيږي .

علماء کرامو له همدې پورتني آيت شريف څخه د استمناء حرمت استنباط کړی دی ،او له بلې خوا د طب له نظره هم دا ثابته شوی ده چې استمناء ډير جسمي او روحی زيانونه لري .

جاء فی الموسوعة الفقهية : الاستمناء باليد إن كان لمجرّد استدعاء الشّهوة فهو حرامٌ في الجملة ، لقوله تعالى : { والّذين هم لفروجهم حافظون ، إلاّ على أزواجهم أو ما ملكت أيمانهم فإنّهم غير ملومين ، فمن ابتغى وراء ذلك فأولئك هم العادون } . والعادون هم الظّالمون المتجاوزون ، فلم يبح اللّه سبحانه وتعالى الاستمتاع إلاّ بالزّوجة والأمة ، ويحرم بغير ذلك .

نو څوک چې قدرت لري نکاح دې وکړي او که د نکاح قدرت نه لري صبر به کوي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم د اسلامې امت ځوانانو ته داسې ارشاد فرمايي :

 [ يَا مَعْشَرَ الشَّبَابِ مَنِ اسْتَطَاعَ مِنْكُمُ الْبَاءَةَ فَلْيَتَزَوَّجْ؛ فَإِنَّهُ أَغَضُّ لِلْبَصَرِ وَأَحْصَنُ لِلْفَرْجِ، وَمَنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَعَلَيْهِ بِالصَّوْمِ فَإِنَّهُ لَهُ وِجَاءٌ] متفق علیه

ای ځوانانو ! د تاسې نه چه هر څوک د نکاح توان لري نکاح دې وکړي ، ځکه نکاح د سترګو او عورت د حفاظت سبب ګرځي ،او که څوک د ازدواج توان نه لري روژه دې ونيسي ځکه روژه شهوت کنترولوي ، (روژه خپله د صبر تمرين دی) .

الله جل جلا له فرمايي : وَلْيَسْتَعْفِفْ الَّذِينَ لا يَجِدُونَ نِكَاحًا حَتَّى يُغْنِيَهُمْ اللَّهُ مِنْ فَضْلِهِ ( النور 33) .

ژباړه : او څوک چې د نکاح (اسباب ) و نه مومي هغوی بايد پاک لمني غوره کړي تر دې چې الله په خپلې پېرزوينې سره هغوی شتمن کړي .

نتجه دا شوه چې توانا کسان به نکاح کوي او څوک چې توان نه لري هغه به صبر کوي تر څو  الله تعالی هغوی په خپل فضل غنيان وګرځوي يا نکاح يا صبر بله لاره وجود نه لري .

که څوک د نکاح دپاره په لاس کې څه نه لري نو قرض دې وکړي په دې بايد پوره يقين ولري چې الله (جل جلا له ) به ده ته د قرض د خلاصولو اسباب برابر کړي ،لکه څنګه چې په حديث شريف راغلي چې  پيغمبرصَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ وفرمايل: [ثَلَاثَةٌ حَقٌّ عَلَى اللَّهِ عَزَّ وَجَلَّ عَوْنُهُمْ: الْمُكَاتَبُ الَّذِي يُرِيدُ الْأَدَاءَ، وَالنَّاكِحُ الَّذِي يُرِيدُ الْعَفَافَ، وَالْمُجَاهِدُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ]

«دری ډلې دي چې الله تعالی حتماً د هغه سره مرسته او مدد کوي ،غلام چې غواړي د آزادۍ اسباب برابر کړي او ځان له مالک څخه خلاص کړي ،هغه څوک چې غواړی خپل عفت او عزت په شرعي ازدواج سره وساتي (نکاح ) ، او د الله تعالی د لارې مجاهد .»

د زنا د وېرې استمناء څه جکم لري :

د زنا د وېرې نه د استمناء په اړه د مذاهبو د فقهاؤ تر مينځ اختلاف نظر دی ځنې وايي په داسې وخت کې جايز ده او ځنې وايي په هر حال استماء حرام عمل دی و الله اعلم ( شخصاً په دې باره کې سقوط اختياروم ) .

اسلام په پښتو

كُنتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللّهِ

ژباړه: تاسی بهترین امت یاست په امتونو کښی چی په نیکو کارونو به امر کوی، د بدو کارونو نه به منع کوی او پر الله به ایمان لری.

موږ بهترین امت هغه وخت یو چی خلګ ښی لاری ته راوبولو د بدی لاری څخه یی وساتو او پر الله جل جلا له ایمان ولرو.

—————

Back