که هر څه په تقدیر کی لیکلی دی نو زموږ کوښښونه او هلی ځلی څه لپاره؟

15/05/2013 04:21

سوال

زما سوال د تقدیر باره کی دی.
مثال یو څوک غواړي چی اینده کی یو مقام ته ځان ورسوي دا هر قسم کوشش کوي د هغه مقام د رسیدلو دپاره که چیرته د هغه تقدیر کی نه وي نو ددی کوششونه او هڅی ناکامی دی؟ یعنی مونږ د خپل راتلونکی سرنوشت ټاکلو کی حق نه لرو؟
او که نه تقدیر زموږ په لاس کی دی، د تقدیر جوړونکي مونږ یو.

رالیږونکی: نظیف الله بلال

جواب

 

بسم الله الرحمن الرحیم
د ښه پوهاوی لپاره به زه تاسو ته یو مثال پیش کړم
په یوه صنف کښی دری شاګردان دی چی دوه یی ښه درس وایی او یو شاګرد درس نه وایی استاد د امتحانو تر مخه شاګردانو ته وایی چی تاسی دوه به کامیابه سی او دا دریم کس به ناکامه سی نو کله چی امتحانونه راورسیږی همداسی کیږی لومړی دوه شاګردان کامیابه او دریم شاګرد ناکامه کیږی نو اوس تاسی ووایاست چی آیا دا شاګرد ویل سی چی زه په دا خاطر ناکامه شوم ځکه چی ماته استاد ویلی وه چی ته ناکامه کیږی.
یا بلکی استاد د خپلی تجربی پر اساس وویل چی دا شاګرد درس نه وایی غیر حاضری کوی نو ځکه به ناکامه سی.
الله جل جلا له عالم الغیب دی د غیبو علم لری په آینده حال خبر دی هر هغه کار چی موږ ئی غواړو وکړو هغه الله جل جلا له مخکی زموږ په تقدیر کی ولیکی چی دی دا کار غواړی وکړی. که زموږ به مخ کښی څلور لاری وی موږ پکښی دریمه لار انتخاب کړو نو دا کار الله جل جلا له مخکی له مخکی زموږ په تقدیر کښی لیکی چی دی به دریمه لار انتخاب کړی که موږ خپل نظر واړوو او څلورمه لار انتخاب کړو نو الله جل جلا له په تقدیر کښی وختی لیکلی دی چی اول یی دریمه لار انتخاب کړه او وروسته یی خپله نظریه واړول او څلورم لار یی انتخاب کړی ځکه چی الله جل جلا له په آینده حال خبر دی چی موږ څه کوو او څه مو په فکر کښی دی
که داسی وای چی هر څه چی په تقدیر کی لیکلی دی هغه به کیدلای نو الله جل جلا له دعا نه رااستول ځکه  دعا خو هیڅ ګټه نه درلودل په دی خاطر چی هر څه خو مخکښی لیکل سوی دی
یو کس د امتحان به پارچه کښی هیڅ سوال نه حلوی او دی په ځان پوهیږی چی زه ناکامه یم دی کورته راځی او دعاوی کوی الله جل جلا له ته زاری کوی د نتایجو په راتلو سره دی کامیابه کیږی دده په تقدیر کی خو ناکامی لیکلی وه خو ددعا په کولو سره دده تقدیر بدلیږی او الله جل جلا له دده په تقدیر کی لیکی چی دی ناکامه وو دعا یی وکړه دعا یی قبوله سوه
« .
رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : لا يَزِيدُ فِي الْعُمْرِ إِلا الْبِرُّ وَلا يَرُدُّ الْقَدَرَ إِلا الدُّعَاءُ (رواه ابن ماجه ( 4022 ) عمر نه زياتيږي مګر په نيکۍ ، تقدير نه بدليږي مګر په دعا سره
نو تاسی خپل مقام ته د رسیدو نهایی کوښښ وکړی ځکه چی هر څه تاسی کوی هغه ستاسی تقدیر دی او دعا کوی هغه مقام ته رسیدو لپاره ځکه الله جل جلا له په دعا سره تقدیر بدلوی

 

 

 

اسلام په پښتو

كُنتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللّهِ

ژباړه: تاسی بهترین امت یاست په امتونو کښی چی په نیکو کارونو به امر کوی، د بدو کارونو نه به منع کوی او پر الله به ایمان لری.

موږ بهترین امت هغه وخت یو چی خلګ ښی لاری ته راوبولو د بدی لاری څخه یی وساتو او پر الله جل جلا له ایمان ولرو

—————

Back