Article archive

د خاوند پر ښځی او د ښځي پر خاوند څه حقوق دي ؟

24/02/2013 02:41
اول د ښځې حقوق : د ښځې په ميړه باندې مالي حقوق دي لکه مهر ، نفقه ، استوګنځئ او غير مالي حقوق لکه عدل ، ښه سلوک او ضرر نه رسول او داسې نور ……… اول : مالي حقوق : د ښځې په خاوند باندې مالي حقوق دي لکه مهر ، نفقه او د استوګنې ځای . الف ) مهر : مهر هغه مال دی چې خاوند يې د عقد نکاح په وخت خپلې ښځې ته...

—————

په خپل لاس سره ځان انزالول

23/02/2013 07:04
سوال: محترم مولوي صاحب اسلام عليكم ورخمة الله وبرکاته مولوی صاحب یو پوښتنه لرم هغه داسی چی که یو څوک ددی ویری څخه چی په فحش او فحشا او زنا اخته نسی خپله خپل ځان انزال کړی آیا په دی کی کومه ګناه سته رالیږونکی: نور احمد ځواب: بسم الله الرحمن الرحيم الاستمناء : د استمنی له مصدر څخه دی چې په لغت کې د...

—————

د ښځې او خاوند تر مينځ د بد چلنده ژوند د حل لار

17/02/2013 06:32
بسم الله الرحمن الرحيم اول د مهربانۍ ، تېرېدنې او ښه سلوک سپارښتنه : لومړي دا چې د ښځې او ميړه تر مينځ حتماً څه اختلافات راځي داسې کور نشته چې په هغه کې به څه اختلافات را نشي ،نو دواړه لورې به د حوصلې او تېريدو څخه کار اخلي او الله جل جلا له  ته به رجوع کوي ځکه شيطان هر وخت غواړي چې د ښځې او...

—————

د مصیب له امله د مرګ غوښتنه

17/02/2013 06:15
له حضرت انس رضی الله عنه څخه روایت دی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی: د مصیبت له امله هیڅکله د مرګ غوښتنه مه کوی که چیری یی غواړی نو داسی ووایی ای ربه که زما په ژوند کی خیر وی نو ژوند را په برخه کړه او که په مرګ کی می خیر وی نو وفات می کړه (رواه البخاری)

—————

کامل مومن نه دی

16/02/2013 08:04
 رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: لاَ يُؤْمِنُ أَحَدُكُمْ حَتَّى يُحِبَّ لأَخِيهِ مَا يُحِبُّ لِنَفْسِهِ. رواه البخاري و مسلم ژباړه: په تاسو کي هیڅوک تر هغه وخت (کامل) مؤمن نه سي کېدلای تر څو د خپل ورور لپاره هغه څه خوښ نه کړي کوم څه چی دی د ځان لپاره خوښوي

—————

د بدن د هر اندام صدقه کول

16/02/2013 01:19
حضرت ابوذر رضی الله عنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوی چی نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: هر سهار ستاسی په هر اندام باندی صدقه لازمه ده. هر ځل سبحان الله ویل صدقه ده هر ځل الحمد الله ویل صدقه ده هر ځل لا اله الا الله ویل صدقه ده هر ځل الله اکبر ویل صدقه ده په نیکی باندی...

—————

دوه خاص نعمتونه

12/02/2013 06:56
له ابن عباس رضی الله عنه څخه روایت دی هغه وایی نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: دوه داسی نعمتونه دی چی زیات شمیر کسان پکی زیانکاران دی چی یو یی روغتیا او بل یی فراغت دی (صحیح البخاری)

—————

د نبی کریم صلی الله علیه وسلم سره مینه

10/02/2013 08:01
له حضرت انس رضی الله عنه څخه روایت دی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی: یو له تاسی څخه مومن نشی کیدلای تر څو چی زه ورته د پلار، زوی او ټولو خلګو څخه محبوب نه اوسم. (بخاری)

—————

تقوا

09/02/2013 06:57
نبی کریم صلی الله علیه وسلم و ابوذر غفاری رضی الله عنه ته وفرمایل چی ته نه یی بهتره پر سور رنګ والا انسان باندی او نه پر تور رنګ والا انسان باندی مګر ته په تقوا سره پر بل انسان باندی بهتری پیداکولای شی (مشکوة)

—————

اوریدل سوی خبره بیله تحقیقه بل چاته ویل

08/02/2013 02:32
 رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: كَفَى بِالْمَرْءِ كَذِبًا أَنْ يُحَدِّثَ بِكُلِّ مَا سَمِعَ. رواه مسلم ژباړه: د انسان د درواغجن کېدلو لپاره دومره کافي ده چي کومه خبره يې واورېدل ( نو بېله تحقیقه يې خلګو ته) بیانول شروع کړي

—————